ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نورستانۍ: د اوو ولایتونو د رایو له بیا شمېرنې پرته د ټاکنو لومړنۍ پایلې نه اعلانېږي

نورستانۍ: د اوو ولایتونو د رایو له بیا شمېرنې پرته د ټاکنو لومړنۍ پایلې نه اعلانېږي

author avatar
5 Dec 2019 - 15:26
نورستانۍ: د اوو ولایتونو د رایو له بیا شمېرنې پرته د ټاکنو لومړنۍ پایلې نه اعلانېږي
author avatar
5 Dec 2019 - 15:26

 

کابل (پژواک، ۱۴ لېندۍ ۹۸): د ټاکنو کمېسیون رییسه حوا علم نورستانۍ وايي چې د اوو ولایتونو د رایو له بیاشمېرنې او تفتیش پرته نه شي کولای د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

حوا علم نورستانۍ دغه مطلب نن د ټاکنو کمېسیون په انګړ کې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي سره د مبارزې د ورځې په پار جوړو شوو مراسمو ته وړاندې کړ.

نوموړې د دې په روښانولو چې د ۲۷ ولایتونو رایې تفتیش او بیا شمېرل شوې، او پایلې یې اعلان ته تیارې دي وویل، د  هغو اوو ولایتونو د رایو له بیاشمېرنې او تفتیش پرته چې د ځینو ټاکنیزو ټکټونو په برمته کې دي د ټاکنو لومړنۍ پایلې نه اعلانېږي.

نوموړې له ټاکنیزو ټکټونو، سیاستوالو او مشرانو وغوښتل چې د پاتې ولایتونو د رایو د بیاشمېرنې او تفتیش لپاره دې له کمېسیون سره مرسته وکړي څو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنې د تلې په شپږمه ترسره شوې.

د دغه ټاکنو لومړنۍ پایلې په داسې حال کې یو ځل د تلې له ۲۷ مې د لړم ۲۳ مې ته او وروسته تر نامعلومې نېټې وځنډېدې چې کمېسیون د لړم په ۱۸ مه د ۸۲۵۵ محلونو د رایو تفتیش او بیا شمېرنه پیل کړه خو دغه بهیر د ځینو خلکو په ځانګړې توګه د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټکټ د پلویانو د اعتراض له امله تر اوسه په اوو ولایتونو کې نه دی ترسره شوی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.