منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۳۷ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

پکتيکا کې د مياخان اکا په کلي کې د نجونو ښوونځى جوړېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۲۲ کتنې

ښرنه (پژواک، ١٦ ليندۍ ٩٨) : د پکتيکا ولايت چارواکي وايي چې د مياخان اکا په نامه يو ښوونځى جوړوى، چې هره ورځ ١٢ کيلومتره پر موټر سايکل خپلې لوڼې ښوونځي ته بيايي.

دغه څرګندونې ولايت چارواکو د مياخان اکا په ستاينغونډه کې وکړې او دهغه دغه اقدام يې له پوهنې سره د نوموړي ډېره زياته مينه په ګوته کړه.

د پکتيکا ولايت والي ډاکټر مجيب الرحمن څمکني ددې ناستې پر مهال پژواک ته وويل چې مياخان اکا خپله زده کړې نه دي کړي خو د لوڼو زده کړو ته يې شپه او ورځ يوه کړې او هره ورځ ۱۲ کيلومتره له يوه لوري سفر کوي.
هغه وويل چې دمياخان اکا دغه اقدام به زمينه برابره کړي ترڅو ددې ولايت خلک په اسانۍ سره وکولی شي چې خپلې لوڼې ښوونځيو ته ولېږي او زده کړې پرې وکړي.

والي وايي چې ولايتي اداره د پوهنې له رياست سره يوځای پلان لري ترڅو دمياخان اکا په پلرني کلي ډنډک کې د نجونو يو مجهز ښوونځی جوړ کړي او دغه ښوونځی به د مياخان اکا په نامه وي.

د پکتيکا ولايت د پوهنې د رياست سرپرست محمد کريم اتلوال بيا له رسنيو مننه وکړه چې د مياخان اکا موضوع ته يې ښه پوښښ ورکړ.

هغه زياته کړه، دوی په پلان کې لري چي د مياخان اکا په نامه دهغه په کلي کې دنجونو ښوونځی جوړ کړي.
مياخان اکا بيا له چارواکو، رسنيو او خلکو مننه وکړه چې دده هڅې يې وستايلې او له بېلا بېلو ادارو ور سره د مرستې ژمنې شوې دي.

نوموړي هم وويل چې که يې په کلي کې ښوونځی جوړ شي دخپلو لوڼو ترڅنګ به يې د کلي نجونې هم زده کړې وکړي او په پکتيکا کې به د نجونو زده کړو ته زمينه برابره شي

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه