منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۴۱ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

سږ کال کندهار کې له سون توکو د ناسمې استفادې له امله د سوځېدنې ۷۸۲ پېښې رامنځته شوې

· ۳ دقیقې لوستل · ۶۵ کتنې

کندهار (پژواک، ۲۰ لېندۍ ۹۸): چارواکي وايي، په کندهار کې د سوځېدنې پېښې ډېرې شوې چې لامل یې بې احتیاطي او په ناسم ډول له سون توکو استفاده ده.

په روان کال کې د کندهار میرویس روغتون ته ۷۸۲ کسان ور وړل شوي چې د برېښنا، تېلو، ګاز او نورو توکو کارولو پر مهال د بې احتیاطۍ له امله سوځېدلي دي چې له دې ډلې ۲۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په کندهار کې د میرویس روغتون د جراحۍ څانګې ټرېنر متخصص ډاکتر قدرت الله حکیمي پژواک خبري اژانس ته وویل، په روان کال کې دغه روغتون ته د ماشومانو او ښځو په ګډون ۷۸۲ کسان ور وړل شوي چې په بېلابېلو پېښو کې سوځېدلي وو.

هغه زیاته کړه، له دې ډلې ۱۲ کسان چې شدید سوځېدلي وو، په روغتون کې ساه ورکړې ده او ۹ تنه نور روغتون ته مړه ور وړل شوي دي.

نوموړی دغه پېښې د پخوا په پرتله ډېرې ګڼي او وايي، د کندهار نفوس ته په کتو د سوځېدنې دومره ډېرې پېښې د منلو وړ نه دي.

دی وايي، له بده مرغه چې ډېرې دغه پېښې د بې احتیاطۍ او په ناسمه توګه د سون توکو له کارولو رامنځته کېږي.

د دې تر څنګ دی یادونه کوي چې د بې کيفيته تېلو، ګازو او نورو سون توکو کارول هم د دغو پېښو د ډېرېدو یو لامل دی.

حکیمي ټینګار کوي چې په دې برخه کې باید خلکو ته د سون توکو کارولو اړوند عامه پوهاوی ورکړل شي او له بهره د را واردېدونکو سون توکو او اړوندو سامان الاتو کیفیت باید کنټرول شي.

هغه وګړي چې سوځېدلي، وايي د بې احتیاطۍ او نه پاملرنې له امله سوځېدلي او تر روغتونه رسېدلي دي.

د حمیدالله په نوم د کندهار ښار د پنځمې ناحیې اوسېدونکی چې دوه اوونۍ مخکې په یوه پېښه کې سوځېدلی، پژواک اژانس ته وویل، یوه کوچنۍ تېروتنه لامل شوه چې اور واخلي او وسوځي.

هغه زیاته کړه: ((په خپل دوکان کې مې ګازډبه ډکوله، دغه مهال مې لایټر ولګاوه چې ناڅاپه د اور لمبه رانه تاوه شوه، جامو مې اور واخیست او بدن مې وسوځېد.))

دی وايي، د وجود برخه ډېره برخه یې سوځېدلې او سخت دردونه او کړاوونه یې وزغمل.

د ده په خبره، خوشحال دی چې ژوندی پاتې شو او درملنه یې وشوه خو د سوځېدنې له امله د خپل وجود ټپونو ته اندېښمن دی چې هیڅکله به جوړ نه شي.

نوموړی خلکو ته د سون توکو کارولو پر مهال د احتیاط سپارښتنه کوي او وايي، نه پاملرنه او ډېرې کوچنۍ تېروتنې د لویو او بدو پېښو لامل کېدای شي.

د کندهار ښار د کابل شاه سیمې اوسېدونکی هدایت الله چې موده مخکې په ورته یوه پېښه کې د پټرولو د اور لګېدو له امله سوځېدلی له خلکو غوښتنه کوي چې په کورونو، دوکانونو او کارځایونو کې دې د ګاز، برېښنا او تېلو کارولو پر مهال ډېر احتیاط وشي.

نوموړي پژواک اژانس ته وویل، دا چې هوا یخه ده او د پخوا په پرتله له سون توکو ډېره استفاده کېږی نو په کار ده ټول احتیاطي تدابیر په پام کې ونیول شي.

نوموړی له دولت څخه غواړي چې هېواد ته د بې کيفيته تېلو، ګازو او نورو سون توکو د راوړلو مخنیوی وکړي.

د کندهار روغتيايي چارواکي د تيلو او ګازو له امله د سوځېدو د پېښو زياتوالي اندېښمن کړي او پر خلکو غږ کوي، چې د ځان تودولو، اوبو جوشولو او نورو اړتياوود پوره کولو پر مهال له اور سره بې پروايي ونه کړي.

دغه راز اړوند نور چارواکي وايي، چې د سون توکو د کیفیت موضوع يې جدي نيولې او د بې کیفیته سون توکو د راوړلو او خرڅلاوی مخنیوی کوي.