کابل (پژواک، ٢٠ لیندۍ ۹۸): د ملي تدارکاتو اداره په تور لېست کې د کورنیو چارو وزارت د څلورو قراردادي شرکتونو د شاملېدو خبر رد کړ او وايي چې یاد شرکتونه د دې ادارې د محرومیت په لېست کې نه دي شامل.
دا په داسې حال کې ده چې د کورنیو چارو وزارت ځینو باوري سرچینو تېره ورځ ویلي و چې د حاجي رسا د سوداګریز شرکت په ګډون څلور قراردادي شرکتونه په تور لېست کې شامل شوي او د یاد وزارت په داوطلبیو کې د ګډون حق نه لري.
یوې باوري سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، د یاد مطلب د څرګندولو ترڅنګ پژواک خبري اژانس ته وویل، په یادو شرکتونو کې د حاجي رسا اړوند «شجاع آبدره»، د حاجي بهاءالدین اړوند «اقرا،»، د محمد شفیق اړوند «یاران اصیل» او د حاجي باري اړوند «مبارک ممتاز» شرکتونه شامل دي.
سرچینې لیکلي، دغه څلور شرکتونه له هغو لویو شرکتونو څخه دي چې په تېرو کلونو کې یې تل د کورنیو چارو وزارت اعاشوي تړونونه انحصار کړي وو، خو په نوي کال کې نه شي کولای د یاد وزارت په داوطلبیو کې ګډون وکړي.
سرچینې په ډاګه نه کړه چې یاد شرکتونه د کومې ادارې له خوا په تور لېست کې شامل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي دغه موضوع رد یا تایید نه کړه، خو ویې ویل، په دې اړه یو ساعت وروسته معلومات ورکوي.
پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه له یادو شرکتونو سره هم خبرې وکړي، خو له دوی سره اړیکه ټینګه نه شوه.
خو د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي تېره ورځ پر خپله فيسبوک پاڼه لیکلي و چې په تېرو اتو میاشتو کې د کورنیو چارو وزارت د تدارکاتو او لوجستیک برخه کې شاوخوا ۳ میلیارد افغانۍ سپما شوې او دغه بهیر دوام لري.
هغه زياته کړې چې له فساد سره مبارزه او د پولیسو حقونو ته توجه د کورنیو چارو وزیر په لومړیتوبونو کې دي.
په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت یوې باوري سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، پژواک ته تایید کړه چې یاد څلور شرکتونه د دغه وزارت په تور لېست کې شامل شوي او نه شي کولای د کورنیو چارو وزارت په قراردادونو کې ګډون وکړي.
خو د ملي تدارکاتو ادارې د ستراتيژیکو اړیکو مسوول احمد رامین ایاز پژواک ته وویل چې پورته څلور شرکتونه د ملي تدارکاتو ادارې د محرومیت په لېست کې شامل نه دي.
هغه زیاته کړه، د قراردادي شرکتونو محرومیت د کورنیو چارو وزارت اړوند نه دي، بلکې دغه مسوولیت د تدارکاتو ملي ادارې پر غاړه دی چې تر اوسه دې ادارې ته د څلورو شرکتونو په اړه خبر نه دی رسېدلی.
بلخوا د «مبارک ممتاز» شرکت رییس حاجي باري پژواک خبري اژانس ته وویل: ((موږ هېڅ داسې کار نه دی کړی چې شرکت مو په تور لېست کې شامل شي او موږ هېڅ خبر نه یو.))
د ده په خبره، «مبارک ممتاز» شرکت تل خپلې چارې له کورنیو چارو وزارت سره په همغږۍ ترسره کړې او هېڅ ډول سرغړونه یې نه ده کړې.
هغه زیاته کړه: ((ما اووه میاشتې مخکې کورنیو چارو وزارت ته خبر ورکړ چې نور له تاسو سره تړون نه کوم، کوم بل داوطلب پیدا کړئ، خو دوی تر اوسه بل داوطلب نه دی پیدا کړی.))
بلخوا د اقرا شرکت رییس شهاب الدین په تور لېست کې د خپل شرکت د داخلېدو په اړه د ناخبرۍ ښودلو ترڅنګ پژواک ته وویل، هېڅ داسې ناقانونه کار یې نه دی کړی چې په تور لېست کې شامل شي.
هغه زیاته کړه: ((ما له کورنیو چارو وزارت او ملي تدارکاتو ادارې سره خبرې کړي، دوی له دې موضوع څخه ناخبره دي.))
دا په داسې حال کې ده چې کورنیو چارو وزارت د روان کال د غبرګولي په اتمه ویلي و چې حاجي رسا او ۲۰ نور کسان یې دغه وزارت ته د غوښې پلورلو پر مهال د ۶۰۰ میلیون افغانیو اختلاس په تور نیولي، خو لویې څارنوالۍ د همدې کال د چنګاښ په دویمه وویل چې حاجي رسا په ضمانت خوشې شوی دی.