Language

په اوو ولایتونو کې د رایو تفتیش او بیاشمېرنه پیلېږي

کابل (پژواک، ۲۴ لېندۍ ۹۸): د ټاکنو خپلواک کمېسیون نن په رسمي ډول په اوو ولایتونو کې د رایو د تفتیش او بیاشمېرنې بهیر پیلوي.

د ټاکنو کمېسیون سرپرست ذبېح الله سادات پژواک خبري اژانس ته وویل، نن سهار د دغه کمېسیون یو شمېر کسان چې په اوو ولایتونو کې د رایو د تفتیش او بیاشمېرنې لپاره ګومارل شوي وو، د هېواد د هوايي ځواکونو په مرسته یادو ولایتونو ته سفر وکړ او ښايي رسېدلي وي.

هغه وویل، ټاکل شوې د تفتیش او بیا شمېرنې بهیر نن سهار ۱۰ بجې په جوزجان، فاریاب، بدخشان، تخار، بغلان، سرپل او پنجشېر ولایتونو کې په رسمي ډول پیل شي.

ټاکنو کمېسیون تېره ورځ د ثبات او همپالنې ټېم د تازه دریځ د هرکلي ترڅنګ ویلي وو،  په پاتې اوو ولایتونو کې د رایو د بیاشمېرنې او تفتیش بهیر سبا په رسمي ډول پیل او د ټاکنو لومړنۍ پایلې د روانې اوونۍ تر پایه اعلانېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند عبدالله عبدالله دوې شپې مخکې د یوې خبري ناستې پر مهال له خپلو پلویانو غوښتنه وکړه چې په اوو ولایتونو کې د رایو تفتیش او بیاشمېرنې ته اجازه ورکړي.

عبدالله دغه پرېکړه د ټاکنو له کمېسیون سره د ثبات او همپالنې ټېم ښه نیت وباله او زیاته یې کړه، اوس هم د تېر په څېر د شاوخوا ۳۰۰ زرو رایو د لغوه کېدو په خبره ولاړ دی.

د یادونې ده، د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټېم پلویانو د ۳۰۰ زره جنجالي رایو په اعتراض کې په جوزجان، فاریاب، بدخشان، تخار، بغلان، سرپل او پنجشېر ولایتونو کې ددغه بهیر مخه ونیوله.

ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه ترسره شوې خو تر اوسه یې لومړنۍ پایلې نه دي اعلان شو.

د ټاکنو کمېسیون د فساد د ځینو ادعاوو په اساس په ۲۷ ولایتونو کې د رایو تفتیش او بیاشمېرنه ترسره کړه خو د ځینو ټاکنیزو ټکټونو په ځانکړې توګه ثبات او همګرایی ټېم پلویانو یې په اوو ولایتونو مخه ونیوله.