Language

امريکايي سناتور: د ترهګرۍ پر ضد ګډه مبارزه کې پر طالبانو باور نه شي کېداى

کابل (پژواک، ٢٦ ليندۍ ٩٨) : د امریکا د جمهوري غوښتونکي ګوند سناتور لینډسي ګراهام وايي، تر تړون وروسته د ترهګرۍ پر ضد ګډه مبارزه کې پر طالبانو باور نه شي کېداى.

نوموړي دغه څرګندونې پرون تر ماښام وروسته کابل ته د سفر پر مهال په کابل کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت په قوماندانۍ کې د يوې خبري غونډې پر مهال وکړې.

هغه د امريکايي سناتورانو له يوه پلاوي سره لومړى اسلام اباد ته تللى و او له پاکستانيو چارواکو سره د افغان سولې په اړه تر خبرو وروسته کابل ته راغلى، دلته يې له ولسمشر اشرف غني او اجراييه رييس ډاکټر عبدالله سره وليدل.

سناتور ګراهام وويل چې پر امريکا د يوولسم سپتمبر بريدونو پلان په افغانستان کې جوړ شوى او طالبانو د القاعدې ددې اقدام هرکلى کړى و، اسامه بن لادن د هغوى عزتمند مېلمه و.

هغه زياته کړه، امريکايي ځواکونو په افغانستان کې د دوى پر ضد جګړه وکړه او خپل هېواد يې له دوى څخه خوندي کړ.

خو دغه امريکايي سناتور وايي چې جګړې پر سوله ييزو مذاکراتو پاى ته رسېږي او په همدې موخه له تېر يوه کال راهيسې په دې برخه کې هڅې پيل شوې دي.

ګراهام وايي: (( زه پوهېږم چې افغانان هم لېوالتيا لري چې دا جګړه ژر پاى ته ورسېږي ، خو دا چې څه ډول پاى ته ورسېږي دا مهمه ده.))

د هغه په وينا، دا افغانانو او طالبانو پورې تړاو لري چې د خپلې ګډې ښې راتلونکې لپاره يوه لاره ورته پيدا کړي.

د جمهوري غوښتونکو دغه سناتور وايي چې دافغانستان ښځې بېرته شاتګ نه غواړي او نوموړي په دې اړه ولسمشر ټرمپ سره هم خبرې کړې دي چې د افغانانو او په ځانګړې توګه د ښځو قربانۍ بايد وساتل شي.

هغه زياته کړه : (( څه ډول چې افغان مېرمنې دا نه غواړي، زه هم دا نه غواړم چې دوى لاسته راوړنې يې په خطر کې شي او دوى بېرته شاتګ وکړي.))

سناتور ګراهام له افغانستان څخه دامريکايي سرتېرو د کمولوپه اړه وويل، دا کار په نږدې ورځو کې ممکن دى، ځکه د افغان ځواکونو وړتياوې زياتې شوې دي.

نوموړي د ولسمشر ټرمپ ددې پرېکړې ملاتړ وکړچې غواړي په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو شمېره له ١٢ زرو څخه کمه کړي.

تر دې مخکې ځينو سرچينو ويلي چې ټرمپ غواړي د سرتېرو شمېره ٨٦٠٠ ته راټيټه کړي، خو دغه امريکايي سناتور وايي چې دا شمېره ډېره کره نه ده.

د سناتور ګراهام په وينا، د سرتېرو د شمېرو کمول به له طالبانو سره د خبرو پرمخ وړلو ته هم ګټه ورسوي.

هغه ويلي، پر طالبانو دا باور نه شي کېداى چې له امريکا سره تر تړون وروسته به د ترهګرو پر ضد ګډه مبارزه وکړي .

د يادونې ده، چې د امريکا او طالبانو د تړون يو له مهمو موضوعاتو څخه داده چې تر هغه  وروسته به په افغانستان کې د ترهګرو پر ضد ګډه مبارزه کوي.

سناتور ګراهام ويلي، دا به د امريکا لپاره ډېر د بې عقلۍ کار وي، چې د القاعدې او داعش پر ضد د ګډې مبارزې لپاره پر طالبانو تکيه او باور وکړي.

د هغه په وينا، که څه هم طالبان به په دې اړه لېوالتيا ولري، خو وړتيا يې نه لري، دا نه شي کېداى شي چې طالبان دې له امريکا څخه دفاع وکړي.

سناتور ګراهام وايي، په افغانستان کې تر هغه پورې دامريکايي ځواکونو اړتيا شته، څو پورې چې له هغه ځايه د وتلو لپاره شرايط برابر نه وي.

نوموړي د افغان ولسمشرۍ ټاکنو په اړه هيله څرګنده کړه چې راتلونکو اوونيو کې نوى حکومت جوړ شي او له طالبانو سره د خبرو لپاره يو مناسبت مرکچي پلاوى وټاکي.

هغه دداعش پر ضد دافغان ځواکونو د عملياتو ستاينه وکړه چې هغوى ته يې ماتې ورکړه او په ډاګه يې کړه چې د لومړي ځل لپاره افغان ځواکونو د ترهګرو او وسله والو پر ضد لويه لاسته راوړنه لرله.

نوموړي په بېړه له افغانستانه د امريکايي ځواکونو ايستل خطرناک وبلل او دا کار يې د افغانستان په اړه دامريکا د تګلارې په زيان وباله.

ده زياته کړې : (( موږ داسې له افغانستانه نه وځو، چې ترهګر دلته يو ځل بيا ځاى پر ځاى شي.))

ګراهام وايي،اوسنى افغانستان له ٢٠٠١ کال سره توپير لري، هېڅوک نه غواړي چې افغانستان يو ځل بيا د طالبانو تياره دورې ته ور وګرځي.