کابل (پژواک، ۲۶ لیندۍ ٩٨): د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې په څلورو ولایتونو کې د رایو د بیاشمېرنې او تفتیش بهیر بشپړ شوی او د نن ورځې تر پایه به په دوو نورو ولایتونو کې هم بشپړ شي.
د ټاکنو کمېسیون د لړم په ۱۸ مه د ۸۲۵۵ محلونو د رایو بیاشمېرنه او تفتیش پیل کړ، خو ځینې ټاکنیزو ټکټونو په ځانګړې توګه ثبات او همپالنې ټيم یې پر وړاندې اعتراض وکړ او په اوو ولایتونو کې یې ددغه بهیر مخه ونیوله.
خو درې ورځې مخکې د ثبات او همپالنې ټاکنيزې ډلې مشر ډاکټر عبدالله عبدالله له خپلو پلويانو غوښتنه وکړه چې په دغو اوو ولايتونو کې د رايو بياشمېرنې او څېړنې ته اجازه ورکړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون هم دوه ورځې مخکې په رسمي ډول په اوو ولایتونو جوزجان، فاریاب، بدخشان، تخار، بغلان، سرپل او پنجشېر کې د رايو د بيا شمېرنې او تفتيش پروسه پيل کړه.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون سرپرست ویاند ذبيح الله سادات نن پژواک خبري اژانس ته وویل، تر اوسه په جوزجان، پنجشېر، سرپل او تخار ولایتونو کې د رایو د بیاشمېرنې او تفتیش بهیر بشپړ شوی دی.
هغه وویل چې ښايي تر نن ماښامه په دوو نورو ولایتونو ((بدخشان او فاریاب)) کې د رایو د تفتیش او بیاشمېرنې بهیر بشپړ شي.
د یادونې ده چې ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه ترسره شوې، خو تر اوسه یې لومړنۍ پایلې نه دي اعلان شوې.