ژبه

په شپږو ولايتونو کې د رايو بياشمېرنې پروسه بشپړه شوه

کابل (پژواک، ٢٧ لېندۍ ٩٨): د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي چې له بغلان پرته په پاتې شپږو ولايتونو کې د رايو د بياشمېرنې او تفتيش پروسه بشپړه شوې ده.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د لړم په ۱۸مه د رایې ورکولو د ۸۲۵۵ محلونو د رايو بیاشمېرنې پروسه پیل کړه خو دا شمېرنه د یو شمېر ټاکنیزو ډلو، په ځانکړي ډول ثبات او همپالنې ټېم له اعترضونو سره مخ شوه چې له امله يې په اوو ولايتونو کې د رايو بيا شمېرنې پروسه ترسره نه شوه.

خو څلور ورځې وړاندې د ثبات او همپالنې ټاکنيزې ډلې مشر ډاکټر عبدالله عبدالله له خپلو پلويانو غوښتنه وکړه چې په دغو اوو ولايتونو کې د رايو بياشمېرنې او تفتيش ته اجازه ورکړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون هم درې ورځې وړاندې په رسمي ډول په اوو ولایتونو جوزجان، فاریاب، بدخشان، تخار، بغلان، سرپل او پنجشېر کې د رايو د بياشمېرنې او تفتيش پروسه پيل کړه.

د دغه کمېسيون د دارالانشاء رييس حبيب الرحمن ننګ نن په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې تر اوسه په جوزجان، پنجشېر، سرپل، بدخشان، تخار او فارياب ولايتونو کې د رايو د بياشمېرنې بهير بشپړ شوى دى.

د يادونې ده، د ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه ترسره شوې خو تر اوسه یې لومړنۍ پایلې نه دي اعلان شوې.