کابل (پژواک، ۲۸ لېندۍ ۹۸): د پروان په سوېلي سالنګ کې د امریکا متحده ایالاتو له خوا د نږدې ۲۰ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت ۲۲۰ کیلو ولټه سب سټېشن جوړ او پرانيستل شو.
دغه مطلب د ماليې له وزارت څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلى او زياته کړې يې ده چې د پروان ولایت د سالنګونو ریاست، سوېلي سالنګ او تونلونو د ۲۲۰ کیلو ولټه او ۲۰ کیلو ولټه وېشنې شبکې سب سټېشن بشپړ او د استفادې وړ وګرځېد.
سرچینه زیاتوي، د سوېلي سالنګ د سب سټېشن جوړولو چارې ۳ کاله وړاندې د ۲۰ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت پیل شوې وې.
دغه پروژه د امریکا متحده ایالتونو پراختیایي ادراې (USAID) په مرسته تمويلېده او د دغه سب سټېشن جوړولو چارې د USLUEL-OMRAN JV شرکت پر غاړه دي.
سرچینه کاږي، یاد سب سټېشن د ۸ مېګاواټه امپیر وړتیا په لرلو سره د یوه سب سټېشن جوړول او د منځني ولتاژ ۲۰ کیلو ولټه په لرلو سره به د سالنګونو ریاست په روښانولو او تونلونو کې د هوابدلېدو لپاره کار واخیستل شي.
سرچينې وايي، د دغه سب سټېشن د پرانیستنې په مراسمو کې د افغانستان برېښنا شرکت رئیس امان الله غالب وویل، د یاد سب سټېشن سره به د سالنګونو په روښانولو او د مسافرینو لپاره اسانتياوې رامنځته شي.
دغه راز په دې غونډه کې د مالیې وزارت سرپرست همايون قیومي وویل چې د نړیوالو له معیارونو سره سم باید د برېښنا ملي شبکه رامنځته او هېواد د ځان بسیاینې پر لور یوسو.










