Language

ټاکنو خپلواک کمېسیون د پایلو د اعلان په خاطر توافق ته نه دی رسېدلی

 

کابل (پژواک، د مرغومي لومړۍ ۹۸): د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان لپاره د ټاکنو کمېسیون د تېرې شپې ناسته بې پایلې پای ته ورسېده.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنر مولانا محمد عبدالله په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، د لومړنیو پایلو د اعلان لپاره یې تر نیمې شپې ناسته درلوده خو توافق ته نه دي رسېدلي.

د ټاکنو کمېسیون یاد کمېشنر لیکلي: ((اوس «د شپې ۱۲:۱۵ بجې» دي خو د پایلو په اعلان بریالي نه شو.))

نوموړي هیله مندي څرګنده کړې چې د ټاکنو کمېسیون غړي به وکولای شي ژر تر ژره لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

خو د ثبات او همپالنې ټېم د نظارت مسوول نور رحمان اخلاقي په خپله فسبوک پاڼه لیکلي چې د تقلبي پایلو اعلان که هر عدد او شمېره وي تقلبي او د منلو  وړ نده.

نوموړي لیکلي: ((د ډيموکراسۍ اساس د خلکو رایې دي، دغه راز د قدرت اصلي پایه خلک دي. زیاترو چې له خلکو سره خیانت روا ګڼلی دی خپلې وېزې تیارې کړې او سفر ته تیار دي او خپل وروستي چانسونه ازمويي.))

نوموړي روښانه کړې چې اوس هغه وخت تېر شوی چې څوک په چل او دوکه وکولای شي خلک نادیده وګڼي، په یوه جمله کې، قدرت د خلکو دی او د حق په لاره کې چې هر اسمان ځمکې ته رالوېږي را ودې لوېږي.

بلخوا د ولسمشر سلاکار شاه حسین مرتضوي په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، خلک هیله لري له نږدې درېیو میاشتو ټاکنیزو جنجالونو او د نړۍ په کچه د اوږده بهیر پایلې اعلان شي.

هغه زیاته کړی: ((د پایلو د اعلان لپاره ټولې پلمې او خنډونه لرې شوي. ثبات او همپالنې ټېم پر د هند په چکر او غرونو ته په ختلو بوخت دي. خو خلک انتظار باسي چې د ټاکنو پایلې ژر تر ژره اعلان شي.))

ټاکنو کمېسیون د لړم په ۱۸مه د ۸۲۵۵ محلونو د رایو بیاشمېرنه او تفتیش پیل کړ، خو ځینې ټاکنیزو ټکټونو په ځانګړې توګه ثبات او همپالنې ټېم یې پر وړاندې اعتراض وکړ او په اوو ولایتونو کې یې ددغه بهیر مخه ونیوله.

خو د ثبات او همپالنې ټاکنيزې ډلې مشر ډاکټر عبدالله عبدالله تېره اوونۍ له خپلو پلويانو غوښتنه وکړه چې په دغو اوو ولايتونو کې د رايو بياشمېرنې او تفتیش ته اجازه ورکړي.

login or register a new account.