کابل (پژواک، ۲ مرغومي ۹۸): د شکایاتو ټاکنیز کمېسیون وایي، تراوسه د ثبات او همپالنې ډلې له خوا تر څلو زره ډېر شکایتونه ثبت شوي دي.
د ټاکنیزو شکایاتو کمېسیون د ویاند مرستیال محمد رضا فیاض نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې له سهار راهیسې د ثبات او همپالنې ډلې له خوا تر څلور زره ډېر شکایتونه ثبت شوي دي.
نوموړي د رحمت الله نبیل په مشرۍ د امنیت او عدالت ټيم له خوا د شکایت د فورم له اخیستلو خبر ورکړ او ويې ویل چې ممکن سبا یوشمېر نورې ټاکنیزې ډلې هم شکایتونه ثبت کړي.
د ثبات او همپالنې ټيم استازي جواد قهار وویل، د دغه ټيم له خوا په شکایاتو کمېسیون کې تراوسه څلور زره او ۶۳ شکایتونه ثبت شوي دي.
ده زياته کړه، ثبت شوي شکايتونه د اتو ولايتونو کندهار، ننګرهار، پکتیکا، يکتیا، لغمان، کونړ، هلمند او خوست اړوند دي.
ده وویل، ثبت شوي شکايتونه د ٣٠٠زره ناقانونه رايو په اړه دي چې په دې باب د شکایاتو ټاکنیز کمېسیون ته کافي اسناد دي تسلیم شوي.
ټاکنو خپلواک کمېسیون د تلې د شپږمې ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې چې له مخې یې محمد اشرف غني د ۵۰،۶۴ سلنه رایو په خپلولو سره د دغه ټاکنو مخکښ نوماند اعلان شو.
د دغو پایلو له مخې، د ټاکنو بل نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله د ۱۴ نوماندانو له ډلې د ۳۹ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره په دوهمه درجه کې راځي.
خو د پایلو له اعلان سره یوشمېر ټاکنیزو ډلو د لومړنیو پایلو پر اعلان نیوکه کړې او ویلي یې دي چې خپل شکایتونه ثبتوي.
د ټاکنو د مهالوېش له مخې د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندان کولای شي د لومړنیو پایلو تر اعلان درې ورځې وروسته، خپل شکایتونه د شکایاتو په کمېسیون کې ثبت کړي او شکایاتو کمېسیون باید ورته په ۱۵ ورځو کې رسېدنه وکړي.
login or register a new account.