Language

د ټاکنیزو شکایاتو کمېسیون: تراوسه ٧٣٠٠ ټاکنیز شکایتونه ثبت شوي

کابل (پژواک، ۳ لیندۍ ۹۸): د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي چې د نن ورځې تر پايه د څلورو ټاکنيزو ټيمونو له خوا ٧٣٠٠ شکایتونه ثبت شوي دي.

دغه مطلب نن ماخوستن د شکايتونو کميسيون کمېشنر قطب الدين رويدار پژواک خبري اژانس ته په ډاګه کړ.

ده وويل، د نن ورځې تر پايه په کميسيون کې ٧٣٠٠ شکايتونه ثبت شوي چې د ثبات او همپالنې، دولت جوړوونکي، امنيت او عدالت، سولې او اسلامي عدالت ټاکنيزو ټيمونو له خوا شوي دي.

تردې مخکې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کمېشنر محمد قاسم الیاسي نن رسنیو ته ويلي و، نن تر ماسپښين یوې بجې ثبات او همپالنې ټېم له ۴۵۰۰ ډېر شکایتونه ثبت کړي دي.

هغه د دې په روښانولو چې ثبت شوي شکایتونو په ۱۶ ولایتونو کې دي، زیاته کړه، په هره دقیقه کې شپږ شکایتونه ثبتېږي او ښايي دغه شمېر د نن ورځې تر پایه لوړ شوي.

نوموړي زیاته کړه، ثبت شوي شکایتونه د څېړنو او رسېدنې لپاره اړوندو ولایتي دفترونو ته لېږل کېږي، په هغه صورت کې چې ټاکنیزو ټکټونه د ولایتي دفترونو تصمیم ونه مني او د استیناف غوښتنه وکړي، وروسته یې مرکزي دفتر شکایتونه له سره څېړي.

الیاسي دې ته په ځواب کې چې ثبت شوي شکایتونه د ولسمشرۍ ټاکنو په پایلو اغېز لري او که نه؟ وویل، په دې اړه هر ډول نظر به له وخت مخکې وي، خو هر ډول احتمال موجود دی.

هغه د ځینو نورو ټاکنیزو ډلو له خوا د شکایتونو د ثبت د فورم اخیستو خبر ورکړ او ویې ویل، ښايي تر سبا ځینې نورې ټاکنیزې ډلې هم خپل شکایتونه په رسمي ډول ثبت کړي.

د ثبات او همپالنې ټېم استازي جواد قادري د دې په روښانولو چې تېره ورځ یې ۴۰۶۳ شکایتونه ثبت کړي وویل، نن یې هم ۱۷۸۰ تازه شکایتونه راوړي چې د نوم لیکنې بهیر په عملي ډول روان دی.

هغه زیاته کړه، په ثبت شوو شکایتونو کې شکمنې، خیالي، غیربایومتریک، له ټاکنیز وخت بهر او ... رایې شاملې دي چې په دې اړه یې ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته  کافي اسناد وړاندې کړي دي.

نوموړي د دې په روښانولو چې یاد شمېر د تغییر وړ دی، زیاته کړه، نور شکایتونه هم شته او سبا به یې د ثبت لپاره د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته وسپاري.

هغه هیله مندي څرګنده کړه چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون به یې خپلې مخکينۍ ژمنې چې له ناپاکو رایو د پاکو رایو جلاکول دي، عملي کړي.

login or register a new account.