منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۵۵ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

پکتیکا کې له سګونو بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۳۷ کتنې

ښرنه (پژواک، ٧ مرغومى ٩٨): د پکتيکا په مرکز ښرنه او اورګون ولسوالۍ کې له سلګونو بېوزلو کورنيو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې.

په پکتيکا کې دAOAD  موسسې استازي نېک محمد مجاهد په دې اړه پژواک ته وويل چې په مرکز ښرنه او اورګون ولسواليو کې له ١٤ سوه بې ځايه شوو کورنيو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې.

هغه وايي چې دغه مرستې دوى د خوراک نړيوال سازمان په مالي مرسته وېشلې چې په کې هرې کورنۍ ته ١٥٠ کيلو وړه، درې بوشکې غوړي او  ١٥ کيلو دال شامل دي.

د پکتيکا د کليو پراختيا رييس مومن اندړ وويل چې دغه مرستې له هغو کورنيو سره ترسره شوې چې بېوزله، معيوبين او يا هم د کورنيو غړي يې په جګړو کې وژل شوي دي.

دغه راز يوه مرسته اخيستونکي دين محمد پژواک ته وويل چې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دى او دغه مرستې يې مشکل نه شي حل کولاى.

هغه وويل: ((په دغه ولايت کې بېوزله خلک ډېر دي، بايد ډېر کمکونه ورسره شي په دې لږو څه نه کيږي.))

د يادونې ده، څه موده وړاندې هم په دغه ولايت کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې رياست له لوري پر سلګونو بې ځايه شوو کورنيو مرستې ووېشل شوې.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه