کابل (پژواک، ۱۱ مرغومی ۹۸): د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي چې د ټاکنیزو ټکټونو ځينې شکایتونه د اسنادو او شواهدو د نه وړاندې کولو له امله نه څېړي.
د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون مرستیال ویاند محمد رضا فیاض نن پژواک خبري اژانس ته وویل، ځينې شکایتونه د اسنادو او شواهدو د نه وړاندې کولو له امله د اورېدو وړ نه دي، خو نوموړي په دې اړه یې ډېر معلومات ورنه کړل.
ده ډېری شکایتونه د پایلو له فورم سره د بایومتریک شمېرو په توپیر پورې اړوند وبلل او زیاته یې کړه: ((له ۱۶ کټګوریو لومړى یې د پایلو له فورم سره د بایومتریک شمېرو توپیر دی، ډېری شکایتونه په دې برخه کې شوي او زیاتره یې په ټاکنیزو سرغړونو او جرمونو کې شامل دي.))
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مرستیال ویاند وویل، ټاکنیزو ټکټونو په دغه کمېسیون کې ۱۶ ډوله شکایتونه ثبت کړي دي.
نوموړي روښانه کړه چې په یادو شکایتونو کې د پایلو له پاڼو سره د بایومتریک شوو رایو توپیر، د یو نوماند په ګټه د رایو ډېرول، د یو نوماند په تاوان د رایو کمول، یو نوماند ته د بل نوماند له خوا د رایو انتقال، له وخت د مخکې رایو استفاده، له وخت وروسته د رایو استفاده، غیر بایومتریک رایې او له هېڅ علت پرته د رایې ورکونې د محلونو لغوه کول شامل دي.
دغه راز د پایلو د پاڼو ورکېدل، د رایو له بیاشمېرنو وروسته د پایلو په پاڼو کې تغییر، شکمنې رایې، د بایومتریک ماشینونو له فعالیت څخه شکایت، د توجه د نه وړ شکایت پر وړاندې شکایت، د ټاکنیزو کمېسیونونو د کارکوونکو طرفداري، د ناظرینو په نه موجودیت کې د رایو شمېرل، د بیاشمېرنې په بهیر کې درغلي په ثبت شوو شکایتونو کې موجود نور موارد دي.
فیاض د دې موضوع په روښانولو چې پر کټګوریو د شکایتونو د وېش او صنف بندۍ بهیر په ټولو ولایتونو کې پای ته رسېدلی دی، وویل، ولایتي کمېسیونونه د شکایتونو د ارزونې په مرحله کې دي.
د یادونې وړ ده چې د مرغومي په لومړۍ نېټه د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شوې چې ټاکنیزو ډلو یې په تړاو له ۱۶ زرو او ۵۰۰ څخه ډېر شکایتونه ثبت کړي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










