ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي جرګه: د سوداګرۍ «نازدانه» وزیر کله چې هېواد کې و، جرګې ته دې راوبلل شي

ولسي جرګه: د سوداګرۍ «نازدانه» وزیر کله چې هېواد کې و، جرګې ته دې راوبلل شي

author avatar
6 Jan 2020 - 18:07
ولسي جرګه: د سوداګرۍ «نازدانه» وزیر کله چې هېواد کې و، جرګې ته دې راوبلل شي
author avatar
6 Jan 2020 - 18:07

کابل (پژواک، ۱۶مرغومی ۹۸): د ولسي جرګې رییس ادعا کوي چې په افغانستان کې د سوداګرۍ کچه ۹۰ سلنه کمه شوې او هرکله چې د سوداګرۍ نازدانه وزیر په افغانستان کې وي جرګې ته دې راوبلل شي، څو د خلکو استازو ته ځواب ووايي.

 اجمل احمدي د روان کال په جریان کې د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د سرپرست په توګه ګومارل شوی دی.

 د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني د دې جرګې په نننۍ ناسته کې په دې اړه د ځينو وکیلانو شکایت ته په اشاره چې په هېواد کې سوداګري د رکود په حالت کې ده وویل: ((له هغې ورځې چې شورا پرانیستل شوې د سوداګرۍ وزیر مو څو ځله رابللی دی خو داچې ډېری وخت له هېواده بهر وي جرګې ته نه دی حاضر شوی.))

 هغه زیاته کړه: ((اوس د جرګې دارالانشا ته امر کوو چې د سوداګرۍ له وزیر صاحب سره هغه مهال اړیکه ونیسي چې نوموړی په افغانستان وي، داچې وزیر صاحب نازدانه دی هیله ترې کوو چې تالار ته راشي او د جرګې د غړو پوښتنې ځواب کړي.))

نوموړي وویل، د دغه ډول نازدانه وزیرانو پر موجودیت سربېره ستونزې ډېرېږي او حکومت باید نازدانه ګان له دندو ګوښه کړي.

 رحماني ادعا وکړه چې «په تېر یوه کال کې د هېواد په کچه سوداګرۍ ۹۰ سلنه سقوط کړی دی» او د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست تر ډېره د خونو په جوړېدو او لغوه کېدو بوخت دی.

 دده په خبره، د سوداګرۍ وزارت په راس کې باید داسې کس وګومارل شي چې د مدیریت توان ولري.

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار له هغه څو ورځې وروسته چې اجمل احمدي د جرګې په څو استجوابي ناستې کې ګډون ونه کړ وویل، که د سوداګرۍ وزارت سرپرست له دې امله چې ډېری وخت له هېواده بهیر وي د هېواد په ملي ژبو نه پوهېږي دا جرګه کولای شي نوموړي ته د ناستو پر مهال ژباړن وګوماري کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.