کابل (پژواک، ۲۱ مرغومى ۹۸): د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په پنځو ولایتونو کې د ۳۹ استینافي اعتراضي مواردو د ثبت خبر ورکړی او وایي، د ځینو ستونزو له امله ټاکل شوې په ۲۵ ولایتونو کې د ۲۵۵۵ محلونو رایې بیا وشمېرل او تفتیش شي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ویاند مرستیال محمد رضا فیاض پژواک خبري اژانس ته وویل چې له دې ډلې، ډېری هغه ټاکنیز محلونه چې تفتیش او بیا شمېرل کېږي، د ننګرها، کونړ، نیمروز، غزني، هرات او .... ولایتونو اړوند دي.
نوموړي د دې په څرګندولو چې په ټوله کې د ټاکنیزو قضیو په اړه د ۲۷ تر ۲۸ ولایتونو په اړه پرېکړه شوې، زیاته کړه چې له ټولو ثبت شوو شکایتونو څخه د ۶۸۷۱ شکایتونو په اړه پرېکړه شوې او ابلاغ ته تیاره ده او ۷۶۹۸ نور شکایتونه د پرېکړې په حال کې دي.
نوموړي د دې په اړه چې تفتیش او بیا شمېرنه څه وخت پیلېږي، ځواب ورنه کړ.
فیاض وویل چې د ټاکنیزو شکایتونو په کمېسیون کې ۲۴۰۰ ثبت شوي شکایتونه د مختلفو دلایلو له امله رد شوي دي.
د ده په خبره، په یادو پرېکړو کې اصلاحاتو په موخه د سپارښتنې ۱۲ موارد، د نغدي جریمې دوه موارد، دوه له دندې د ګوښه کېدو موارد هم عدلي او قضایي بنسټونو ته ورپېژندل شوي دي.
د ټاکنیز شکایتونو کمېسیون مرستیال زیاته کړه چې تراوسه په زابل، اروزګان، سرپل، بدخشان او پنجشېر ولایتونو کې ۳۹ د استینافي اعتراضونو موارد ثبت شوي دي.
د ولسمشرۍ ټاکنې په هېواد کې د روان کال د تلې په شپږمه ترسره شې، د لومړنۍ پایلې یې د مرغومي په لومړۍ نېټه اعلان شوې.
login or register a new account.