منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۰۵ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۵° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ولسي جرګې پلاوى د قيصاري پر کور عمليات او د بلخ ناامني څېړي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۳۳ کتنې

مزارشريف (پژواک ۲۱مرغومی، ۹۸): مزارشريف کې د نظام الدين قيصاري پر کور د وروستيو عملياتو او د بلخ د ناامنيو څېړلو په موخه د ولسي جرګې اته کسيز پلاوی بلخ ته رسېدلی دی.

دغه پلاوي د مرغومي په ۲۱مه، د بلخ ولايتي شورا له غړو سره په ګډه ناسته کې وويل، چې په څو ورځو کې به د قيصاري پر کور د عملياتو تر شا پراته عوامل د افغانستان له خلکو سره شريک کړي.

د ياد پلاوي مشر خان آغا رضايي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د نظام الدين قيصاري پر کور د امنيتي ځواکونو له خوا ترسره شوي عمليات لا هم ګونګ دي.

هغه زياته کړه، د مزارشريف ښار دننه په دومره پراخه کچه عمليات او همدا راز د يوه سيمه ييز قومندان پر کور د هوايي بريدونو ترسره کولو په اړه د افغانستان خلک وضاحت غواړي. په دې برخه کې يې څېړنې پيل کړي، خو تر اوسه يې د بلخ له امنيتي چارواکو سره نه دي کتلي.

د ده په وينا، د دغې پېښې تر شا پراته حقيقتونه به له خلکو سره شريکوي.

رضايي په دې تړاو زياتې څرګندونې له وخت وړاندې وبللې، خو زياته يې کړه چې د دوی د تحقيق په پايله کې به معلومه شي، چې د يادې پېښې تر شا سياسي لاسونه وو او که نه.

د ولسي جرګې يوه بل غړي سيد ظاهر مسرور پژواک ته وويل، چې مزارشريف کې د قيصاري فعاليتونو خلک اندېښمن کړي وو.

هغه زياته کړه، د بلخ خلک د قيصاري له کړنو څخه راضي نه وو او هغه يې ناقانونه ګڼلې، خو زياتوي چې د قيصاري پر کور دا ډول عملياتو سره هم خلک موافق نه وو.

مسرور همدا راز په وروستيو مياشتو کې د بلخ ولايت نا امنيه کېدل هم د پوښتنې وړ وبلل او د دغه  ولايت امنيتي منسوبين يې په ناغېړۍ تورن کړل.

هغه زياته کړه، حکومت بايد د بلخ امنيتي وضعيت ته جدي پاملرنه وکړي.

په ورته مهال د بلخ د ولايتي شورا رييس محمد افضل حديد وايي، مزارشريف ښار کې د نفوس زياتېدل او همدا راز د امنيتي پرسونل د تشکيلاتو کمښت د امنيتي پېښو او جرايمو د زياتېدو لوی لامل دی.

ده وويل، مرکزي حکومت بايد د بلخ وضعيت ته په کتو دغه ولايت کې د پوليسو او نورو امنيتي څانګو تشکیلات لوړ کړي.

د حديد په خبره، د مزارشريف خلک د جرمونو له زياتېدو څخه په تنګ شوي او ژر تر ژره د  روان وضعیت د بدلون غوښتنه کوي.

د مزارشريف اوسېدونکي همايون پژواک ته وويل چې دغه ښار د وېرې او غلاوو په ځای بدل شوی دی.

هغه زياته کړه چې تر ماښامه وروسته څوک د تښتوونکو، غلو او نامسووله وسله والو له وېرې له کور څخه بېرون نه شی وتلی.

د هغه په وينا، ښار کې په رڼا ورځ نامسوول وسله وال ګرځي، خو څوک يې مخه نه نيسي.

بلخ  ولايت مقام هم په وروستيو کې د دغه ولايت امنيتي وضعيت ننګوونکی بولي.

د ولايت مقام له دفتره په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي، چې وړمه ورځ د غوڅ ملاتړ ماموريت قوماندان او د افغانستان د دفاع وزير بلخ ته راغلي وو او  د دغه ولايت له چارواکو سره په ګډه ناسته کې يې د پراخو پوځي عملياتو د پيلېدو پلان جوړ کړی دی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه