کابل (پژواک، ۳۰ مرغومی ۹۸): د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د درېیو ټاکنیزو ډلو له خوا د ۶۲۸۳ استینافي غوښتنو د ثبت خبر ورکوي او وايي چې دغه بهیر نن څلور بجې پای ته رسېږي.
د یاد کمېسیون ویاندې زرمینې حقجو کاکړ پژواک ته وویل، یاد اعتراضونه د دولت ساز، ثبات او همپالنې او سولې او اسلامي عدالت ټاکنیزو ټکټونو له خوا ثبت شوي دي.
نوموړې زیاته کړه، د هغو محلونو لېست چې ټاکل شوې تفتیش او بیاشمېرنې ته لاړ شي د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته لېږل شوی دى.
خو د ټاکنو کمېسیون سرپرست ویاند سید ذبېح الله سادات پژواک ته وویل، درې ورځې مخکې د شکایاتو کمېسیون د ۱۹ ولایتونو درایو د تفتیش او بیاشمېرنې مکتوب له دوی سره شریک کړ خو په ضمیمه کې د ۲۱ ولایتونو نوم یاد شوی دی.
نوموړي د ټاکنو کمېسیون د دارالانشا ریاست له خوا د یاد جدول د تجزیې او تحلیل خبر ورکړ او زیاته یې کړه، تر تجزیې او تحلیل وروسته به یې پایله د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیون سره شریکه شي.
خو د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون مرستیال ویاند په جدول کې د شته ستونزو په اړه وویل، د جدول پر سمونه کار روان دی او تر تغییراتو وروسته به یاد جدول بیا ټاکنو کمېسیون ته واستوي.
بلخوا په افغانستان کې د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ (فیفا) اجرایيوي رییس یوسف رشید پژواک خبري اژانس ته وویل، د استینافي غوښتنو شمېر زیات شوی او د شکایاتو کمېسیون به ونه شي کولای په ټاکلي وخت استینافي غوښتنې وڅېړي.
هغه زیاته کړه، ټاکنیز ټېمونه په دې اند دي چې که ډېر شکایتونه ثبت کړي د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون به تر فشار لاندې راولي.
د یادونې ده چې د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو تر اعلان وروسته څلورو ټاکنیزو ډلو ۱۶۵۰۰ شکایتونه ثبت کړي دي.
ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه ترسره شوې، خو تر اوسه یې وروستۍ پایلې نه دي اعلان شوې.
login or register a new account.