ژبه

د استینافي اعتراضونو دسته بندي نن د ورځې تر اخره پای ته رسېږي

کابل (پژواک، ۱۰ سلواغه ۹۸): د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وایي چې نن د ورځې تر پایه په ۲۹ ولایتونو کې د استینافي اعتراضونو دسته بندي پای ته رسېږي، او تر راتلونکو دوو ورځو به یې څېړنه پیل شي.

د دغه کمېسیون استازې زرمینې حقجو کاکړ، نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ډېری ولایتونو دسته بندي پای ته رسېدلې او د پاتې ولایتونو د استینافي اعتراضونو پر دسته بندي کار روان دی.

هغې دې ته په اشاره چې ښايي د نن ورځې تر پایه دسته بندي پای ومومي، زیاته کړه چې شنبې به یې څېړنه پیل او هڅه کېږي چې ډېر ژر یې په اړه پرېکړه وشي.

په تېرو ولسمشرۍ ټاکنو کې خلکو ۱۳ نوماندانو ته رایې ورکړې. د لومړنیو پایلو له مخې، محمد اشرف غني له پنځوس سلنه ډېرې او ورپسې عبدالله عبدالله څه باندې ۳۹ سلنه رایې لري.

ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه ترسره شوې، لومړنۍ پایلې یې د مرغومي په لومړۍ نېټه اعلان شوې؛ خو وروستۍ پایلې یې تر اوسه نه دي اعلان شوې.

د دې پایلو له اعلان وروسته تر ۱۶ زرو زیات شکایتونه ثبت شول، خو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له دغو شکایتونو نږدې لس زره بې مورده بللي دي.

دغه کمېسیون د پاتې شکایتونو له مخې، تر سلو د ډېرو محلونو رایې باطلې کړې او وایي چې د څه باندې پنځه زره محلونو رایې باید بیا وشمېرل شي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون نهه ورځې وړاندې په ۲۹ ولایتونو کې ۶۳۰۰ استینافي اعتراضونو ته د رسېدو بهیر پیل کړ او باید په ۱۵ ورځو کې یې بشپړ کړي.