مزارشريف (پژواک، ۱۲ سلواغه ۹۸): د بلخ ولايت د شورتېپې او کلدار ولسوالیو اوسېدونکي وايي چې په روان لمريز کال کې د امو سيند د تخريباتو له امله د يادو ولسواليو لسګونه کورنۍ بېځايه شوې او سلګونه جريبه ځمکه تر اوبو لاندې شوې ده.
دوی وايي چې دغه موضوع یې له حکومت سره په ځلونو شریکه کړې او د تخريباتو د مخنيوي غوښتنه یې کړې ده، خو تر اوسه دې برخې ته پام نه دی شوی.
د بلخ ولايتي شورا او مدني فعالان هم مرکزي حکومت په دې برخه کې پر ناغېړۍ تورنوي.
په بلخ کې د سينديزې حوزې مسوولين بيا وايي چې د اضطراري خطرونو د دفع کولو لپاره چمتووالی لري، خو په اساسي ډول د تحکيماتو جوړېدو لپاره امکانات نه لري.
امو سيند په شمال کې د پامير له غرونو سرچينه اخلي چې بيا د فارياب ولايت په مربوطاتو کې د ترکمنستان هېواد خاورې ته اوړي.
دغه سيند په شمال کې د افغانستان او منځنۍ اسيا هېوادونو ترمنځ ګډه پوله هم ده.
هر کال د پسرلي او اوړي په موسم کې د اب خېزۍ پر مهال امو سيند د يو شمېر شمالي ولايتونو ځمکې ويجاړوي او لاندې کوي یې چې د بلخ ولايت شورتېپه او کلدار ولسوالۍ له دې اړخه ډېرې زيانمنې شوې دي.
د شورتېپې او کلدار ولسواليو اوسېدونکي وايي چې په روان لمريز کال کې د امو سيند د تخريباتو له امله په يادو ولسواليو کې لسګونه کورنۍ بېخايه شوې او سلګونه جريبه ځمکه اوبو د ازبکستان لور ته وړې ده.
د شورتېپې ولسوالۍ د هزار توقي سيمې قومي مشر عبدالرحمن پژواک ته وويل چې که د امو سيند د تخريباتو مخه ونه نيول شي؛ نو په راتلونکي پسرلي کې به د استوګنې سلګونه نور کورونه هم د سيند خوراک وګرځي.
هغه زياتوي چې د تېرو پنځو کلونو پر مهال شورتېپې ولسوالۍ کې د شيخ او چقر په نوم دوه مهم کلي په بشپړ ډول ويجاړ شوي او ځمکه يې اوبو ازبکستان لور ته وړې ده.
نوموړي زياته کړه چې په دغو دواړو کليو کې شاوخوا درې زره جریبه کرنيزه ځمکه هم اوبو ويجاړه کړه.
د هغه په خبره، دمګړۍ يادې ولسوالۍ کې ارق باتر او بشيرلي کلي د ويجاړېدو له جدي ګواښ سره مخ دي.
نوموړی وايي چې په ځينو سيمو کې د سيند اوبه حتی پنځه کېلومتره هم د افغانستان لور ته راغلې او د دوی ځمکې يې ازبکستان لور ته اړولې دي.
عبدالرحمن وويل: ((نه پوهېږو چې په راتلونکي پسرلي کې به څه راپېښ شي؛ زياتې سيمې مو د اوبو له جدي ګواښونو سره مخ دي، حکومت هم هېڅ پاملرنه نه کوي، د حکومت کسان هر کال راځي او سروې کوي خو تر اوسه موږ داسې څه ونه ليدل چې د اوبو د تخريباتو مخه دې ورسره ونيول شي.))
هغه پژواک ته وويل چې په روان موسم کې د امو سيند اوبه کمې دي او غوښتنه کوي چې حکومت بايد د راتلونکو خطرونو مخنيوی وکړي.
د شورتېپې ولسوالۍ د بشيرلي کلي ملک محمد اغا پژواک ته وويل چې په تېره يوه اوونۍ کې د دوی د کلي نږدې سل جريبه ځمکه اوبو وړې او ازبکستان لور ته يې اړولې ده.
هغه زياتوي چې ازبکستان خپل لور ته معياري او اساسي تحکيمات جوړ کړي او کله چې هم د اوبو فشار زيات شي نو افغانستان لور ته ويجاړۍ رامنځته کېږي.
نوموړی وايي: ((ازبکستان د شورتېپې ولسوالۍ امبرکول سيمه کې خپل لور ته د اوبو د مهارولو دوه موانع جوړې کړي، چې له امله يې د اوبو مخه موږ خوا شوې، چې هره ورځ مو کرنيزې ځمکې او د استوګنې کورونه ويجاړېږي.))
هغه زياتوي چې په شورتېپې ولسوالۍ کې سلګونه جريبه باغونه هم ويجاړ شوي او زيات شمېر کورنۍ کډه کولو ته مجبور شوي.
دغه قومي مشر هم له حکومت څخه يادې ستونزې ته د بېړنۍ رسېدنې غوښتنه کوي.
د بلخ د کلدار ولسوالۍ اوسېدونکي قربان نظر پژواک ته وويل چې په ياده ولسوالۍ کې هم د امو سيند تخريبات لوړې کچې ته رسېدلي دي.
د هغه په خبره، په کلدار ولسوالۍ کې هم د تزاق سيمې زياتې برخې اوبو وړي او که پاملرنه ونه شي، نو د افغانستان نورې ډېرې ځمکې به هم اوبه لاندې کړي.
په ورته مهال د بلخ ولايتي شورا هم مرکزي حکومت د امو سيند د تخريباتو مخنيوي په برخه کې پر ناغېړۍ تورنوي.
د ولايتي شورا غړي حاجي عبدالوکيل پژواک ته وويل چې د امو سيند تخريبات په شمال زون کې يوه لويه او جدي ستونزه ده.
هغه وايي چې د ولايتي شورا غړو تېره کال ولسمشر غني ته بلخ ته د سفر پر مهال د امو سيند د تخريباتو په اړه خپلې اندېښنې شريکې کړې خو په خبره يې چې لا هم دې برخې ته پاملرنه نه ده شوې.
نوموړی وايي، که د امو سيند د تخريباتو مخه ونه نيول شي، نو زياتې نورې کورنۍ به هم زيانمنې شي.
د ولايتي شورا دغه غړی وايي چې د کرنيزو ځمکو تر څنګ په کلدار او شورتېپې ولسواليو کې يو شمېر جوماتونه،ښوونځي او روغتيايي مرکزونه هم اوبو ويجاړ کړي دي.
نوموړي يو ځل بيا پر حکومت غږ وکړ چې يادې ستونزې ته دې په جدي ډول رسېدنه وکړي.
د بلخ ولايت مدني فعال ډاکټر نجيب پيکان پژواک ته وويل چې هره شېبه د افغانستان يوه برخه خاوره ازبکستان لور ته ځي او د سيند اوبه دې لور ته را روانې دي.
هغه وايي چې له ډېرو کلونو راپه دېخوا دغه ستونزه موجوده ده خو اوسني حکومت او تېرو حکومتونو يې د حل لپاره هېڅ ډول اقدامات نه دي کړي.
پيکان وويل: ((هر کال ميليونونه افغانۍ د اوبو د مخنيوي لپاره د اضطراري موانعو پر جوړولو مصرفېږي، خو ګټه يې ډېره کمه ده؛ حکومت بايد د اساسي تحکيماتو جوړېدو برخه کې ګام پورته کړي.))
نوموړي زياته کړه چې په امو سيند کې د ازبکستان هېواد د کښتيو ډېر ګرځېدل هم د دې لامل کېږي چې د اوبو څپې افغانستان لور ته راشي او د خلکو ځمکې او کورونه تخريب کړي.
دغه مدني فعال هم له حکومته غواړي چې د امو سيند په سواحلو کې دې په اساسي ډول تحکيمات وکړي څو د تخريباتو مخه ونيول شي.
په ورته مهال بيا د بلخ د سينديزې حوزې مسوولين وايي چې ياده اداره په اضطراري حالاتو کې د امو سيند د تخريباتو د مخنيوي لپاره چمتووالی لري.
د بلخ د سينديزې حوزې رييس انجنير حشمت الله وطنيار پژواک ته وويل چې د بلخ ولايت په مربوطاتو کې آمو سيند ۲۰۰ کېلومټره مسير لري.
هغه په خپلو خبرو کې وويل چې د شور تېپې او کلدار ولسوالۍ په ځينو سيمو کې د آمو سيند اصلي حالت له منځه تللی دی.
نوموړي تاييد کړه چې په ځينو ساحو کې امو سيند حتی څلور کېلومتره هم د افغانستان لور ته راغلی دی.
د بلخ د سينديزې حوزې رييس وويل چې د يو شمېر سروې ګانو او شمېرو له مخې هر کال يواځې د بلخ ولايت په مربوطاتو کې امو سيند شاوخوا زر جريبه ځمکه تخريبوي او لاندې کوي یې.
هغه پژواک ته تاييد کړه چې حکومت د امو سيند پر څنډو د اساسي تحکيماتو جوړېدو لپاره بودجه نه لري.
د هغه په خبره، د شمال سينديزه حوزه او د اوبو او برښنا وزارت هڅه کوي چې هغو سيمو کې تحکيمات وکړي چې د ويجاړېدو له جدي خطرونو سره مخ دي.
نوموړي دا هم وويل چې هر کله حکومت بودجه پيدا کړي، نو د امو سيند د تخريباتو مخنيوي لپاره به په اساسي ډول اقدام وشي.
د يادونې ده، له بلخ وروسته د جوزجان ولايت په قرقين ولسوالۍ کې هم د امو سيند د تخريباتو له امله خلکو ته پراخ زيانونه اوښتي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










