ژبه

د شکایتونو کمېسیون: ۹۰ سلنه استينافي قضیې پرېکړې ته چمتو دي

کابل (پژواک، ۱۳ سلواغه ۹۸): د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون استينافي اعتراضونو ته د رسېدو په برخه کې د پرمختګ خبر ورکړی او وایي چې شاوخوا ۹۰ سلنه استينافي قضیې وروستۍ پرېکړې ته تیارې دي.

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون د دارالانشا رییس چمن شاه اعتمادي نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې پر استينافي اعتراضونو په تېزۍ سره کار روان دی.

هغه د دې په ښکاره کولو چې ۹۰ سلنه استينافي قضیې پرېکړې ته تیارې دي، زیاته کړه چې د نن ورځې تر پای پورې دسته بندي هم پای مومي.

نوموړي زیاته کړه چې که کمېسیون له کومې جدي تخنیکي ستونزې سره مخ نه شي، په راتلونکو دوو ورځو کې به عمده ټاکنیزو جنجالونو ته د پای ټکي کېږدي.

اعتمادي شکایتونو ته د رسېدو ډېر وخت نیولو ته په اشاره وویل چي ملي بهیر دی او قضیې د ځاګړي اهمیت درلودونکې دي، که په دې اړه لږ پام وشي، نه جبرانېدونکې به وي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د روان کال د سلواغې په لومړۍ نېټه استينافي اغتراضونو ته د رسېدنې بهیر پیل کړ.

د تلې د شپږمې ولسمشرۍ ټاکنو کې خلکو ۱۳ نوماندانو ته رایه ورکړه. د لومړیو پایلو له مخې محمد اشرف غني له ۵۰ سلنه ډېرې او ورپسې عبدالله عبدالله څه باندې ۳۹ سلنه رایې لري؛ خو ورستۍ پایلې یې تر اوسه نه دي اعلان شوې.

د دې پایلو له اعلانه وروسته تر شپاړس زرو زیات شکایتونه ثبت شول، خو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له دغو شکایتونو نږدې لس زره یې بې مورده وبلل.

دغه کمېسیون د پاتې نورو شکایتونو له مخې، تر سلو د زیاتو محلونو رایې باطلې کړې او ویې ویل چې د څه باندې پنځه زره محلونو رایې باید بیا وشمېرل شي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ۱۱ ورځې مخکې په ۲۹ ولایتونو کې د ۶۳۰۰ استینافي اعتراضونو ته د رسېدو بهیر پیل کړ او باید دغه بهیر په ۱۵ ورځو کې پای ته ورسيږي.

login or register a new account.