منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۰۵ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۵° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

امنيتي چارواکي: د بلخ ټولې نا امنه سيمې به د وسله والو له شتونه پاکې شي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۶۳ کتنې

مزارشريف ( پژواک، ١٤ سلواغه  ۹۸): په بلخ کې افغان امنيتي چارواکي وايي چې د شاهين په نوم د پيل شويو عملياتو په لړ کې يې نهر شاهي ولسوالۍ په بشپړ ډول، د بلخ او شورتېپې ولسوالۍ ۹۰ سلنه ساحې يې تصفيه کړې دي.

د شاهين قول اردو د مطبوعاتي دفتر مسوول محمد حنيف رضايي د سلواغې په ۱۴مه، پژواک ته وويل، چې د دغو عملياتو په لړ کې به د بلخ ټولې نا امنه سيمې د وسله والو ډلو له شتونه پاکې کړای شي.

هغه زياته کړه، تر دې دمه يې د بلخ ولايت نهر شاهي ولسوالۍ په بشپړ ډول د وسله والو طالبانو له شتونه پاکه کړې او د دغه ولايت په بلخ او شورتېپې ولسوالۍ کې هم زياتې سيمې تر حکومتي کنټرول لاندې راغلې دي.

د رضايي په خبره، په لومړي پړاو کې به افغان ځواکونه هڅه وکړي، چې د مزار – شبرغان لويې لارې په اوږدو کې شته امنيتي ګواښونه له منځه يوسي.

د شاهين قول اردو مطبوعاتي مسوول وايي، چې ياد عمليات به په بلخ کې د هغو ټولو سيمو تر نيولو او تصفيې پورې دوام ولري، چې دمګړۍ د طالبانو په ولکه کې دي او يا هم دغه ډله نفوذ پرې لري.

نوموړي همدا راز وويل، چې دمګړۍ دغه پوځي عمليات د بلخ په چهاربولک او چمتال ولسواليو کې روان دي.

چارواکي د يادو عملياتو په جريان کې وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا هم کوي؛ خو زياتوي، چې دقيق ارقام به يې وروسته اعلان کړي.

د بلخ ولايتي شورا هم ياد عمليات، د بلخ د امنيت لپاره مهم اقدام بولي.

د ولايتي شورا رييس محمد افضل حديد پژواک ته وويل، چې له څو مياشتو راهيسې بلخ کې امنيتي وضعيت کړکېچن و.

حديد زياتوي، امنيتي مسوولينو ډاډ ورکړی چې د بلخ امنيت د ټينګښت لپاره به خپلې ټولې هڅې کوي.

د هغه په وينا، حکومت غواړي، چې شمال کې شته امنيتي ننګونې له منځه يوسي.

د ولايتي شورا رييس همدا راز وايي، چې پخوا په دغه ولايت کې ترسره شوي پوځي عمليات تر ډېره لنډمهالي وو، چې پايله يې هم د لږې مودې لپاره محسوس کېدله.

نوموړی وايي، دا ځل هيله شته، چې د شاهين په نوم پيل شوي عمليات به موثر او پايلې به يې دوامداره وي.

هغه زياته کړه، بلخ ته په تېره اوونۍ کې د لوړ پوړو امنيتي چارواکو سفرونو هم وښودله، چې حکومت د دغه ولايت د نا امنيو د کابو کولو په لټه کې دی.

په ورته مهال بيا د بلخ ولايت مدني فعالان غوښتنه کوي، چې د عملياتو پر مهال دې د ملکي خلکو د ژوند خونديتوب ته ډېر پام وشي.

مزارشريف کې مېشت ټولنيز فعال عطامحمد ساهو پژواک ته وويل، چې حکومت بايد د عملياتو پر مهال د تصفيه شويو سيمو د ساتنې برخه کې سمه ستراتېژي پلې کړي.

د هغه په خبره، هر ځل په ډېرو سختيو او لوړو لګښتونو عمليات کېږي؛ خو په پای ته رسېدو سره سم يې ډېری سيمې بېرته د طالبانو لاسته  لوېږي.

نوموړی زياتوي، چې امنيتي ځواکونه بايد خلکو کې د خپل باور زياتېدو لپاره د هر ډول هغو کړنو څخه لاس په سر شي، چې له امله يې خلک له حکومت څخه فاصله اخلي.

هغه د جګړې په ښکېلو اړخونو غږ کوي، چې د ملکيانو د سر او مال ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي.

له دې سره د بلخ ولايت د بلخ ولسوالۍ اوسېدونکی محمد هارون وايي، چې روانو عملياتو کې عامو خلکو ته هم ډېر زيانونه اوښتي دي.

هغه زياتوي، چې د عملياتو په لړ کې د هوايي بمباريو او ډزو له امله يو شمېر کليوالو ته زيان اوښتی دی.

نوموړي زياته کړه: (( د کلي له منځه طالبان ډزې پرې کوي او بيا وروسته ځي نورو کليو ته؛ خو امنيتي ځواکونه هغه ساحه تر هغه تر اور لاندې نيسي، چې ويجاړه شي)).

د بلخ ولسوالۍ دغه اوسېدونکی د ملکي مرګ ژوبلې د مخنيوي لپاره له افغان ځواکونو غواړي، چې د عملياتو پر مهال دې له هوايي بمباريو څخه ډډه وشي.

د شاهين قول اردو مطبوعاتي مسوول هم وايي، چې د ملکي خلکو د ژوند خونديتوب يې په لومړيتوبونو کې دی او هڅه به يې دا وي، چې د عملياتو پر مهال د دوی لخوا ملکيانو ته زيان ونه رسېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه