Language

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون: د ۵۰ سلنه استينافي قضیو په اړه پرېکړه شوې ده

کابل (پژواک، ۱۴ سلواغه ۹۸): د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیو وایي چې د ۵۰ سلنه جنجالي رایو او استينافي قضیو په اړه پرېکړه شوې او تر راتلونکو دوو ورځو به د پاتې مواردو په اړه هم پرېکړه وشي.

د ټاکنیزو شایتونو کمېسیون کمېشنر او ویاند محمد قاسم الیاسي نن رسنیو ته وویل چې پر استينافي اعتراضونو په تېزۍ سره کار روان دی.

هغه د دې په بیانولو سره چې د ۵۰ سلنه استينافي اعتراضونو او ۳۰۰زره جنجالي رایو په اړه پرېکړه شوې ده، وویل چې کمېسیون هڅه کوي څو په راتلونکو دوو ورځو کې د پاتې استينافي قضیو په اړه پرېکړه وکړي.

نوموړي زیاته کړه چې په پرېکړو کې یې ټول موارد په پام کې نیولي او ډاډمن دي چې دغه پرېکړې به د ټاکنیزو ټېمونو او هېوادوالو د ملاتړ وړ وګرځي.

خو الیاسي د  شوو ۵۰ سلنه پرېکړو په اړه ډېر جزئیات ورنه کړل.

ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د روانې سلواغې میاشتې په لومړۍ، استينافي اعتراضونو ته د رسېدنې بهیر پیل کړی و.

د تلې د شپږمې ولسمشرۍ ټاکنو کې خلکو ۱۳ نوماندانو ته رایه ورکړه. د لومړیو پایلو له مخې، محمد اشرف غني له ۵۰ سلنه ډېرې او ورپسې عبدالله عبدالله څه باندې ۳۹ سلنه رایې لري؛ خو وروستۍ پایلې یې تر اوسه نه دي اعلان شوې.

د دې پایلو له اعلانه وروسته تر شپاړس زرو زیات شکایتونه ثبت شول، خو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له دغو شکایتونو نږدې لس زره یې بې مورده وبلل.

دغه کمېسیون د پاتې نورو شکایتونو له مخې، تر سلو د زیاتو محلونو رایې باطلې کړې او ویې ویل چې د څه باندې پنځه زره محلونو رایې باید بیا وشمېرل شي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ۱۴ ورځې مخکې په ۲۹ ولایتونو کې د ۶۳۰۰ استینافي اعتراضونو ته د رسېدو بهیر پیل کړ او باید دغه بهیر په ۱۵ ورځو کې پای ته ورسيږي.

login or register a new account.