کابل (پژواک، ۱۶ سلواغه ۹۸): ټاکل شوې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون نن استینافي او استثنایي شکایتونو ته د رسېدو د پای راپور اعلان کړي.
د ټاکنیزو شکایتونو کارکوونکي به نن یاد راپور په یوه خبري ناسته کې له رسنیو سره شریک کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویلي چې تر راتلونکو دوو ورځو استینافي قضیې پای ته رسوي او د افغانستان د خلکو برحقې تمې ته مثبت ځواب ورکوي.
بلخوا د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د دارالانشا رییس چمن شاه اعتمادي تېره ورځ پژواک ته ویلي وو چې تخنیکي چارې بشپړېدو ته نږدې دي او تر راتلونکو دوو ورځو به د تېرو ولسمشرۍ ټاکنو دوسیه وتړل شي.
په تېرو ولسمشرۍ ټاکنو کې خلکو ۱۳ نوماندانو ته رایې ورکړې.
د لومړنیو پایلو له مخې چې د مرغومي په لومړۍ اعلان شوې، محمد اشرف غني له پنځوس سلنه ډېرې او ورپسې عبدالله عبدالله څه باندې ۳۹ سلنه رایې لري، خو وروستۍ پایلې تر اوسه نه دي اعلان شوې.
د دې پایلو له اعلان وروسته تر ۱۶ زرو زیات شکایتونه ثبت شول، خو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له دغو شکایتونو نږدې لس زره بې مورده بللي دي.
دغه کمېسیون د پاتې شکایتونو له مخې، تر سلو د ډېرو محلونو رایې باطلې کړې او ویلي یې دي چې د څه باندې پنځه زرو محلونو رایې باید بیا وشمېرل شي.
وروسته د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د سلواغې په لومړۍ په ۲۹ ولایتونو کې ۶۳۰۰ استینافي اعتراضونو ته د رسېدو بهیر پیل کړ او د قانون له مخې باید دغه بهیر په ۱۵ ورځو کې یې بشپړ کړي.
login or register a new account.