منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۳۹ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د څه باندې ۱٤۰۰ملحونو رایې ځانګړي تفتیش ته راجع کړې

· ۴ دقیقې لوستل · ۹۶ کتنې

کابل(پژواک،۱۶سلواغه ۹۸): د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون چې نن د تېرو ولسمشرۍ ټاکنو د دوسیې د تړلو ژمنه کړې وه، د هغو رایو د لغوې او تایید لپاره د شرایطو په اعلان چې په اړه یې شکایتونه ثبت شوي له ټاکنو کمېسیونه وغوښتل چې د اړتیا وړ محلونه په ځانګړې ډول تفتیش او وارزوي.

د یاد کمېسیون مسوولینو نن په یوه خبري ناسته کې له څه باندې ۱٤۰۰ محلونه ځانګړي تفتیش او ۲۹۸ نور محلونه بیا شمېرنې ته راجع کړل.

د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون رییسې زهرې بیان شینوارې په یاده خبري ناسته کې وویل، د رایې ورکولو لس سلنه محلونه چې د ۱۳۷ زره رایو اړوند او په ۳۰۹ محلونو کې شامل دي او (بایومټریک، ژورنال او کاغذي ریزلشیټ) معلومات لري ځانګړي تفتیش ته راجع شول.

هغې وویل، په هغه صورت کې چې د تفتیش شوو ملحونو ۶۵ سلنه، معیارونه پوره کړي وي له ۱۳۷ زره ډېرو ټولو رایو ته چې په ۳۰۹۷ محلونو پورې تړاو لري اعتبار ورکول کېږي.

نوموړې زیاته کړه، که ۵۳ سلنه تفتیش شوو محلونو معیارونه نه وي بشپړ کړي ټول محلونه چې له ۱۳۷ زرو ډېرې رایې په کې شاملې دي ځانګړي تفتیش ته ځي.

د دې په خبره، که چېرې د ټولو محلونو له ۱۳۷ زرو ډېرې رایې تفتیش ته لاړې شي ټول هغه محلونه چې معیارونه یې بشپړ کړي معتبر او هغه محلونه چې معیارونه یې نه دي بشپړ کړي لغوه کېږي.

هغې روښانه کړه، له څه باندې ۱۰۲ هغو رایو چې له ټاکلي ټاکنیز وخت څخه بهر کارول شوې او په ۷۳۵۴ ملحونو پورې اړوند دي، ۱۵ سلنه چې ۱۱۰۳ ملحونه په کې شامل دي معلومات (بایومټریک، ژورنال او کاغذي ریزل شیټ) لري ځانګړي تفتیش ته راجع شوي دي.

هغې وویل، که ۶۵ سلنه پورته معیارونه بشپړ کړي وي له ۱۰۲ زرو ډېرو رایو ته اعتبار ورکول کېږي خو که له تفتیش شوو محلونو ۳۵ سلنه پورته معیارونه پوره نه کړل له ۱۰۲ زرو ډېرو رایې به لغوه شي.

نوموړې د مناقشې وړ ۲۴٢٣ محلونو ته په اشاره وویل، په دغو محلونو کې ۲۹۸ محلونه تازه شمېرنې ته ځي، که د بیاشمېرنې لازم معیارونه، د بایومټریک د تصدیق ثبت او د دواړو کمېسیونونو د طرزالعملونو له مخې یې د باور وړ رایو معیارونه پوره کړي وي معتبرې او هر څومره رایو چې پورته معیارونه نه وو پوره کړي لغوه کېږي.

شینوارې زیاته کړه: (( ټاکنو کمېسیون د انعطاف پذیرۍ له مخې د خپلو طرزالعملونو مطابق په دې برخه کې په محلونو کې د رایو له ۱ څخه تر ۵ توپیر د باور وړ ګڼلی، چې د ټاکنیزو شکايتونو کمېسیون له خوا دغه پرېکړه رد شوې او که د ټاکنیزو شکایتونو ولایتي کمېسیونونو بل ډول پرېکړه کړې وي لغوه کېږي او دغه راز په یاده پرېکړه کې د ورته قضیو اړوند استینافي اعتراضونه هم شامل دي.

د یادونې ده چې د ټاکنو کمېسیون د رایو د کاغذي فورم او بایومټریک معلوماتو ترمنځ له (۱ ــ ۵) توپیر معیار ټاکلی دی.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون نن په داسې حال کې د هغه رایو چې په اړه یې شکایتونه ثبت شوي د لغوه او تایید شرایط اعلان کړل چې له دې مخکې ثبات او همپالنې ټېم د څه باندې ۳۰۰ زرو جنجالي رایو په تړاو چې له ۱۰۲ ډېرې هغه رایې چې له ټاکلي ټاکنیزو وخت بهر کارول شوې، له ۱۳۷ زره ډېرې قرنطین شوې رایې، شاوخوا ۷۰ زره هغه رایې چې انځور یې تکراري و او دوه زره او ۴۲۳ جنجالي محلونه په کې ثبت شوي دي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون رییس په فاریاب کې د څلورو محلونو لغوه کېدو ته په اشاره وویل، ثبت شوو شکایتونو او په دوسیه کې د شته اسنادو او  پاڼو کتنې او ټاکنو قانون ته په پام یې د شکایتونو د ولایتي کمېسیون پرېکړه تایید کړه.

د ده په خبره، ترسره شوې پرېکړې وروستۍ دي او که د شکایتونو د ولایتي کمېسیونونو پرېکړې بل ډول وې لغوه کېږي، دغه راز یادې پرېکړې د ورته قضیو په اړوند استینافي اعتراضونو پورې هم شاملې دي.

په تېرو ولسمشرۍ ټاکنو کې خلکو ۱۳ نوماندانو ته رایې ورکړې. د لومړنیو پایلو له مخې چې د مرغومي په لومړۍ اعلان شوې محمد اشرف غني له پنځوس سلنه ډېرې او ورپسې عبدالله عبدالله څه باندې ۳۹ سلنه رایې لري، خو وروستۍ پایلې تر اوسه نه دي اعلان شوې.

د دې پایلو له اعلان وروسته تر ۱۶ زرو زیات شکایتونه ثبت شول، خو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له دغو شکایتونو نږدې لس زره بې مورده بللي دي.

دغه کمېسیون د پاتې شکایتونو له مخې، تر سلو د ډېرو محلونو رایې باطلې کړې او ویلي یې دي چې د څه باندې پنځه زرو محلونو رایې باید له بیا ځلي وشمېرل شي.

وروسته د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د سلواغې په لومړۍ په ۲۹ ولایتونو کې ۶۳۰۰ استینافي اعتراضونو ته د رسېدو بهیر پیل کړ.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست