منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۵۹ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“حکومت دې پکتيکا کې د بندونو په جوړولو او د وارداتي برېښنا لېږد کې ناغېړي نه کوي”

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۴۰ کتنې

ښرنه (پژواک، ١٩ سلواغه ٩٨): د پکتيکا اوسېدونکو په ولسي جرګه کې د دې ولايت له استازو او حکومت څخه غوښتنه وکړه چې پکتيکا کې د اوبو د بندونو په جوړولو، پکتيکا ته د وارداتي برېښنا په لېږد کې دې ناغېړي نه کوي.

د مرکز ښرنې قومي مشر استاد عبدالصمد "شهيدپلار" په دې اړه په جوړه شوې غونډه کې وويل، پکتيکا يو سرحدي ولايت دی، پراخې دښتې او کرنيزې ځمکې لري، خو د اوبو د نه شتون له امله خلک په همغه ډول ورنه استفاده نه شي کولی، لکه څنګه چې لازمه ده.

د ده په وينا، په پکتيکا کې د اوبو ځينې واړه او ځينې لوی بندونه شته چې په وارونو يې د حکومت له لوري سروې شوې ده، خو تر اوسه پورې يې عملي کار نه دی پيل شوی.

هغه زياته کړه، که پلتو، ژامي، پارک بندونه وتړل شي، د پکتيکا اوسېدونکي چې ډېری يې په کرکيله بوخت دي، کولی شي له خپلو ځمکو ښه حاصلات تر لاسه کړي او په خپل ځان بسيا شي.

نوموړي له حکومته غوښتنه وکړه چې د وارداتي برېښنا په لېږد کې دې پکتيکا ته هم ژر تر ژره د برېښنا مزي وغځول شي.

د خيرکوټ ولسوالۍ اوسېدونکي ګلاخان هم پکتيکا د حکومت له لوري له پام لوېدلی ولايت يادوي او زياتوي، حکومت دې پکتيکا نوره نه محروموي او د نورو ولايتونو په څېر دې ورته پاملرنه زياته کړي.

هغه وويل، له پکتيکا سره څنګ لورو ولايتونو پکتيا، خوست او غزني ته د وارداتي برېښنا مزي غځول شوي دي، خو تر اوسه پکتيکا له برق څخه محرومه پاتې ده.

ده هم غوښتنه  وکړه چې حکومت دې پکتيکا ته د بندونو د جوړولو او تړلو ترڅنګ ورته د وارداتي برېښنا مزي وغځوي ترڅو په دې ولايت کي د کروندګرو ترڅنګ تجاران هم پکتيکا کې پانګونه وکړي او فابريکې جوړې کړي.

هغه په ولسي جرګه کې د دې ولايت له استازو غوښتنه وکړه چې د پکتيکا د خلکو ژمنې دې مستقيما تر اړوندو وزارتونو او ولسمشره ورسوي.

په ولسې جرګه کي د پکتيکا د خلکو استازي محمد ميرزا کټوازي وويل چې د پکتيکا خلک له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

د ده په خبره، د اوبو د بندونو د جوړولو او پکتيکا ته د وارداتي برېښنا د رسولو په اړه له ولسي جرګې او اړوندو وزارتونو سره د خلکو ستونزې شريکې کړي او حل لار به ورته ولټوي.

هغه وويل، نور د پکتيکاوالو حقوق نه خوړل کېږي او په خپل ټول توان سره به يادې ستونزې له اړوندو ادارو سره شريکې کړي او د حل په موخه به يې پايلې له خلکو سره شريکې کړي.

نوموړي ژمنه وکړه چې په خپل شخصي لګښت به د خلکو په مشوره لس ښوونځي جوړ او د بنسټ ډبرې به يې کېښودل شي.

په ولسې جرګه کي د پکتيکا د خلکو استازې ثريا اکبري هم له خلکو مننه وکړه چي په ډاګه يې ورسره د پوهنې، روغتيا، اوبو بندونو او وارداتي برېښنا د لېږد ستونزې شريکې کړې چې دوی به يې هم تر اړوندو ادارو ورسوي.

هغې وويل، دوی به په پکتيکا کې د مرکز او ټولو ولسواليو د خلکو ستونزې ټولې او له حکومت سره به يې شريکې کړي.

څو ورځې مخکې د پکتيکا والي ډاکتر مجيب الرحمن څمکني هم رسنيو سره په خبرو کې ويلي و چې د برېښنا او اوبو د بندونو په جوړولو کې ورسره ژمنې شوي او کار ورباندې روان دی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه