کابل (پژواک، ۲۰ سلواغه ۹۸): د ثبات او حراست شورا د سولې په تړاو د انفرادي او یو شمېر طرحو له امله اندېښنه څرګندوې او وايي چې تیت او پاشانه هڅې دغه بهیر لا پېچلی کوي.
د حراست او ثبات شورا ویاند مسعود ترشوال نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې مبهمې او نامعلومې دي.
هغه د سولې په تړاو د مختلفو طرحو موجودیت له امله اندېښنه څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې لومړی باید د افغانستان د ننه اختلافات حل او وروسته له یوې واحدې طرحې سره د سولې بهیر پر لور لاړ شو.
نوموړي دېته په اشاره د سولې په اړه د پردیو نسخې زموږ هېواد سولې ته نه شي رسولای وویل، دولت، سیاسي جریانونه او هېواد وال باید واحد پلاوی جوړ کړي څو په یو واحد پروګرام او روښانه اجنډا له طالبانو سره د سولې خبرې پیل شي.
ترشوال د دې په روښانولو چې له سیاسي پروګرام سره د ګوندونو او جریانونو فعال حضور د سیاسي پختګۍ نښه ده وویل: ((که په مبهمه اجنډا او تیت او پاشانه هڅو او نامعلومو اړیکو وغواړو د هېواد سیاسي فضا تیاره کړو، دا کار د افغانستان په خیر نه دی.))
د هغه په خبره د مذاکراتي پلاوي ترکیب باید ټول شموله او د یو نظر لرونکی وي.
د حراست او ثبات ټولنې ویاند د هېواد له سیاستوالو وغوښتل چې په ګډه راشي او د سولې خبرو پر لور له یوې واحدې او روښانه اجنډا سره حرکت وکړي او د موجوده طرحو ټول نظرونه راټول او به قوت او یو غږ د سولې خبرو ته داخل شي.
هغه روښانه کړه چې د ملت له خوا پلاوی نه دی ټاکل شوی، د سولې په اړه یې پرېکړې او وړاندیزونه اجرايي ضمانت نه لري.
بلخوا د اشرف غني د کمپاین رییس محمد عمر داوودزی نن په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال دې ته په اشاره چې طالبان له اوسني نظام سره ستونزه لري، وویل، حکومت سوله لومړيتوب ګڼي او تمه لري چې طالبان سولې ته تیار شي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ دد سولې خبرو بهیر په وروستیو څو اوونیو کې تازه پړاو ته رسېدلی او دواړو لورو هیله مندي څرګنده کړې چې د دوی ترمنځ د سولې هوکړه لیک به ژر تر ژره لاسلیک شي.
د حراست او ثبات شورا ویاند ترشوال په دې په ټینګار چې د سولې بحث تر ټاکنو لوی دی او خلک له کلونو راهیسې د سولې ټینګښت ته په تمه دي وویل، باید سولې ته د ټاکنو په پرتله ډېره توجه وشي.
login or register a new account.