منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۲۳ غ.و
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د بلخ د معلولينو ترمنځ د بايسکل ځغلولو سيالي ترسره شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۷۰ کتنې

مزارشريف (پژواک، ۲۳ سلواغه ۹۸): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د ۲۵ معلولينو ترمنځ د بايسکل (ويلچر) ځغلولو سيالي ترسره شوه.

په بلخ ولايت کې د بدني روزنې رييس ابراهيم عثماني د سلواغې په ۲۳مه پژواک ته وويل چې دغه لوبې يې ملي ټيم ته د لوبغاړو د غوره کېدو په موخه جوړې کړي دي.

نوموړي زياته کړه چې د دې سيالۍ بل هدف دا دی څو وښيي چې معلولين ناتوانه نه دي، بلکې کولای شي چې په ټولنه کې فعاليت وکړي.

د هغه په وينا، په دې سيالۍ کې يې په ترتيب سره پنځه تنه غوره کړل چې څو ورځې وروسته به په مرکز کابل کې د ويلچر ځغلولو عمومي سيالۍ کې ګډون کوي.

نوموړی زياتوي چې معلوليت عيب نه دی او معلول کسان هم کولای شي چې د ټولنې لپاره وياړونه راوړي.

د مزارشريف اوسېدونکي سيد اسحاق چې د ويلچر لوبو سيالۍ کې يې ګډون کړی و، د دغو سياليو لومړی مقام خپل کړ.

هغه پژواک ته وويل چې شپږ کاله وړاندې يې غوښتل چې په غير قانوني ډول ايران ته لاړ شي؛ خو په د ايران- افغانستان په سرحد کې په مرمۍ وويشتل شو او پښه يې قطع شوه.

نوموړي زياته کړه چې بيا وروسته يې بلخ کې سره صليب ادارې درملنه وکړه او پلاستيکي پښه يې ورته نصب کړه.

اسحاق زياتوي چې له ورزش سره یې علاقه وه او په همدې خاطر يې د ويلچر ځغلولو لوبې ته مخه کړه.

حبيب الله د مزارشريف بل معلول دی چې په دغه سيالي کې يې ګډون کړی وو.

د هغه نوم په پنځو هغو لوبغاړو کې راغلی چې په مرکز کابل کې به د ويلچر ځغلولو عمومي سيالي کې برخه اخلي.

نوموړي پژواک ته وويل چې په ياده سيالۍ کې يې په دې نيت برخه اخيستې چې خلکو ته وښيي چې معلوليت ناتواني او ضعف نه دی.

د حبيب الله په خبره، حکومت بايد معلولينو ته هم د عادي افغانانو په سترګه وګوري او دندې ورکړي.

دغه لومړی ځل دی چې مزارشريف ښار کې د معلولينو لخوا د ويلچر ځغلولو سيالي ترسره کېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې