کابل (پژواک، ۲۶ سلواغه ۹۸): د ناټو سرمنشي استولټنبرګ له ولسمشر غني سره په لیدنه کې ویلي، که چېرې طالبان د تاوتریخوالي کمولو ته رښتینې اراده وښيي، ناټو چمتو ده چې د ځواکونو شمېر تنظیم کړي.
د ناټو سرمنشي په المان کې د مونیخ کنفرانس په څنډه کې ویلي چې سازمان یې چمتو دی څو په افغانستان کې د خپلو مېشتو ۱۶زره سرتېرو شمېر را کم کړي.
ناټو له ۲۰۱۵ میلادي کال راهیسې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو (پرېکنده ماموریت) چې د غړو په ګډون یې د ۳۹ هېوادونو سرتېري دي، قومانداني پر غاړه لري.
پرېکنده ماموریت تر ډېره د افغانستان د پوځ ملاتړ دی او ښوونه او روزنه یې پر غاړه لري.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په خپل ټویټر کې لیکلي چې ولسمشر غني په مونیخ کنفرانس کې د ګډون لپاره المان ته سفر کړی، هلته یې د ناټو له سرمنشي او د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع له وزیرانو سره لیده کاته کړي دي.
په دې لیدنو کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم حضور درلود.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا دفاع وزیر مارک سپر پرون ویلي وو چې امریکا له طالبانو سره د یوې اوونۍ لپاره د تاوتریخوالي کمولو پر سر خوکړې ته رسېدلې ده.
د مونیخ په کلني امنیتي کنفرانس کې چې د سلواغې په ۲۵مه پیل شو، د درېیو ورځو لپاره پر امنیتي مسایلو بحث او خبرې کېږي، د شاوخوا ۳۵ هېوادونو مشرانو او د بهرنیو چارو نږدې ۱۰۰ وزیرانو ګډون کړی دی.
که څه هم د افغانستان ولسمشر په دغه کنفرانس کې ګډون کړی خو سږ کال افغانستان د دغه امنیتي کنفرانس محور کې نه و.
login or register a new account.