ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: ترکيه دې له افغان ځواکونو سره همکاري زياته کړي

ولسمشر غني: ترکيه دې له افغان ځواکونو سره همکاري زياته کړي

author avatar
16 Feb 2020 - 16:29
ولسمشر غني: ترکيه دې له افغان ځواکونو سره همکاري زياته کړي
author avatar
16 Feb 2020 - 16:29

کابل (پژواک، ٢٧ سلواغه ٩٨): ولسمشر اشرف غني له ترکيې وغوښتل چې د افغانستان له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره خپله همکاري او ملاتړ زياته کړي.

له ارګه د سلواغې په ٢٧مه پژواک اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني د جرمني مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې نن سهار د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو سره وکتل.

سرچينې زياته کړې، په دې کتنه کې چې د ولسمشر غني په استوګنځي کې ترسره شوه، دواړو لورو د اقتصادي او امنیتي همکاریو په پراختیا، د سولې پروسې او د دوه اړخیزه اړیکو پر پراختیا بحث او خبرې وکړې.

ولسمشر غني په تېرو کلونو کې له افغانستان سره د ترکیې له همکاریو مننه وکړه وې ویل، د افغانستان او ترکیې اړیکې تاریخي، د ورورولي او دوامداره دي.

هغه په افغانستان کې د پانګونې شته فرصتونو ته په اشارې وویل، افغانستان په سیمه کې د اقتصادي څلورلارې په توګه د سیمې هیوادونو، منځنۍ اسیا او ترکیې سره د سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو غوښتونکی دی.

ولسمشر، له افغانستان سره د ترکیې د نظامي همکاریو له امله په مننې وویل، په افغانستان کې د امنیت د تامین په برخه کې د ترکیې همکاري ګټوره ده.

اشرف غني ګډو ګواښونو ته په اشارې وویل، ترهګري د ګډ ګواښ په توګه لا تر اوسه هم سیمه ګواښي او د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې، د ترهګرۍ پدیدې سره د مبارزې په برخه کې د ترکیې رول ارزښتناک دی.

هغه زیاته کړه: "موږ له ترکیې غواړو چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو لا زیات ملاتړ وکړي."

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وویل، هېواد یې اماده دی چې له افغانستان سره د انکشاف په برخه کې همکاري وکړي او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ ته به دوام ورکړو.

هغه زیاته کړه، تر هغو چې اړتیا وي د ترکیې نظامي ځواکونه به په افغانستان کې پاتې وي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د سولې پروسې ملاتړ وکړ وې ویل، ترکیه هیله لري چې دغه پروسه په افغانستان کې جګړه او تاوتریخوالی پای ته ورسوي..

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.