Language

سرچینه: د نن ورځې تر پای یا سبا به د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شي

 

کابل (پژواک، ۲۹ سلواغه ۹۸): د ټاکنو کمېسیون یوه سرچینه وايي چې دارالانشا ریاست خپل راپور د کمېسیون رهبرۍ ته وسپاره او ښايي د نن ورځې تر پای، یا سبا به د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شي.

د ټاکنو کمېسیون یوې باوري سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط پژواک ته وویل: ((ښايي تر راتلوونکو څو ساعتو به د تېرو ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شي.))

سرچینې زیاته کړې چې که نن د کومې تخنیکي ستونزې له امله د وروستیو پایلو اعلان وځنډېد سبا به حتمن او د تېرو ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې اعلانېږي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ټاکنو کمېسیون کمېشنر محمد حنیف اتمر ویلي چې د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې تر راتلونکو درې ــ څلورو ورځو اعلانېږي.

د ثبات او همپالنې ټېم ویاند فریدون خوځون پژواک ته وویل، موږ په رسمي ډول د ټاکنو له بهیر بهر او له دغه بهیر سره مو پرېکون کړی دی، ټاکنو بهیر خپل مشروعیت له لاسه ورکړی له همدې امله یې پایله د افغانستان د خلکو د منلو وړ نه ده.

هغه وویل، د ټاکنو کمېسیون چې هر ډول پایلې اعلان کړي، دغه ټېم به یې پر وړاندې دریځ روښانه کړي او دغه راز وروستۍ ګزینې د ثبات او همپالنې ټېم پر مېز پرتې دي او په راتلونکي کې به یې له خلکو سره شریکې کړي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د سلواغې په ۱۲مه د هغو رایو په اړه چې پر وړاندې یې شکایتونه ثبت شوي وو، د یوې خبرپاڼې په خپرولو شرط کېښود او له ټاکنو کمېسیون یې وغوښتل چې له ۱۴۰۰ ډېر محلونه په ځانګړې توګه تفتیش او ۲۹۸ نور محلونه بیاوشماري.

ټاکنو کمېسیون د بیاشمېرنې تازه بهیر، ځانګړي تفتیش او د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون د پرېکړو تطبیق دوې ورځې مخکې په بدخشان، تخار، سرپل، فاریاب، غزني، ننګرهار، هلمند، کندهار او کابل ولایتونو کې پیل او تېره ورځ پای ته ورسېد.

د روان کال د تلې میاشتې د شپږمې په ټاکنو کې خلکو ۱۳ نوماندانو ته رایې ورکړې او د لومړنیو پایلو له مخې چې د مرغومي په لومړۍ اعلان شوې دولت ساز ټېم له ۵۰ سلنو ډېرې او ورپسې د ثبات او همپالنې ټېم له ۳۹ سلنو ډېرې رایې ترلاسه کړې دي.

login or register a new account.