ژبه

د اداري اصلاحاتو کمېسيون: د پکتيا د پوهنې رياست لسګونه بستونه خيالي دي

ګردېز (پژواک، ۱٢ کب ۹۸): په سوېل ختيځ کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسيون وايي چې د پکتيا په پوهنې رياست کې د لسګونه ښوونکو بستونه خيالي دي او معاشونه يې د ځينو کسانو جېبونو ته ورځي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسيون مشر امين الله جواد د کب په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته په ځانګړې مرکه کې وويل چې دا مسئله د دې ادارې د کارکوونکو په بايومټرېک پروسه کې ورته معلومه شوې او د خيالي تشکيل شمېر ښايي سلګونه کسانو ته ورسېږي.

جواد وايي: ((متاسفانه درته ويلای شم چې د ولسواليو ډېر کارمندان خيالي دي، دا مو پيدا کړل او هغوی ته مو جدا فورمې ويشلي. په معارف رياست کې تر ټولو زيات دي، شايد سلګونه وي.))

د ياد کمېسيون د څارنې او ارزونې څانګې مشر هارون مجاهد په دې وروستيو کې د دغه ولايت د پوهنې رييس له خوا د ځينو کسانو ګومارنه او تغيير هم د قانون خلاف بولي او وايي چې بېرته پر خپلو ځايونو د ځينو تبديل شوو کسانو د ګومارلو لارښونه يې ورته کړې ده.

د پکتيا ولايتي شورا هم په پوهنې رياست کې فساد او خيالي تشکيلات مني او نيوکه کوي چې د دغه ولايت د پوهنې کيفيت هم په خورا ناوړه حالت کې دی.

د يادې شورا منشي جنت خان څمکني د پوهنې د رييس سربېره اړوند وزارت پړ بولي چې په خبره يې ولې د پوهنې په څېر بنسټيزو ادارو کې بې کفايته کسان د مسولينو په توګه وګومارل شي.

څمکنی وايي: ((په معارف کې رښتيا هم زيات بستونه خيالي دي، د خيالي بستونو معاشونه خپله دوی اخلي،  دخاله زوى او  د ماما زوى باندې يې اخلي. د ادارو مشران په کې ښکېل دي.))

د پکتيا د سواد زده کړې آمر عبدالمجيد رنجبر پژواک ته وويل چې د پکتيا په پوهنې رياست کې د مالي او اداري فساد سربېره په چارو کې ناغېړي هم ډېره ده او شکايت کوي چې د پوهنې رييس د دوی له ملي برنامې سره نه يوازې همکاري نه کوي، بلکې ځينې وخت يې اړوند چارې هم ځنډوي.

رنجبر وايي: ((موږ پکتياوال، خصوصاً د معارف اهل د معارف دا رييس نه شو زغملی، د دې سړي په وجود کې معارف په ټپه ولاړ و او وي به. که د پوهنې وزير زما غږ اوري، د پکتيا له معارف څخه دې د ښه والي هېڅ تمه نکوي، هر څه به نمايشي وي. هيله ده چې دا سړی له دې ځايه لرې شي.))

مدني فعال زهير خان انګار وايي چې د پکتيا د لسګونه ښوونځيو مديرانو د پکتيا د پوهنې رييس د ناوړه چلند او فساد پر خلاف لاسليکونه راټول کړي او له اړوند وزارت څخه د نوموړي د محاکمې غوښتنه کوي.

انګار پژواک ته وويل چې د پکتيا د پوهنې د رييس د فساد او بد اخلاقي څو غږيز کليپونه هم افشا او په ټولنيزو رسنيو کې خپاره شوي، خو په خبره يې مسوول چارواکي په دې اړه هېڅ اقدام نه کوي.

نوموړي زياته کړه: ((د معارف د رييس د فساد غږونه راووتل چې وايي کار وباسه، پيسې ترې واخله، بچت وکړه او نور. ټوله دنيا پرې خبره ده. موږ حيران دې ته يو چې ولايتي اداره او وزارت ولې دا سړی څارنوالي ته نه معرفي کوي، ولې يې له دندې نه شړي او پوښتنه نه ترې کوي.))

login or register a new account.