کابل (پژواک، ۱۲ کب ۹۸): استاد سیاف او پخواني ولسمشر حامد کرزي د ارګ او سپېدار ماڼۍ ترمنځ د راپورته شوو جنجالونو د حل او سولې تړون د عملي کېدو د لارو چارو په موخه له عبدالله عبدالله سره کتلي دي.
د اجرایه ریاست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي يووالي اجرایه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله نن له غرمې وروسته له استاد عبدرب الرسول سیاف او پخواني ولسمشر حامد کرزي سره وکتل.
سرچینې لیکلي، په دې لیدنه کې چې په سپېدار ماڼۍ کې ترسره شوه، د سولې تړون او د هغه د عملي کېدو پر لارو چارو او دغه راز د ولسمشرۍ ټاکنو د وروستیو پایلو له امله د رامنځته شوي بحران په اړه خبرې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د کب په پنځمه هم استاد عبدرب الرسول سیاف او پخواني ولسمشر حامد کرزي د ارګ او سپېدار ماڼۍ ترمنځ د رامنځته شوي بحران د حل لپاره له ولسمشر غني او اجرایه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله سره کتلي وو.
ټاکنو کمېسیون د روان کال د سلواغې په ۲۹ مه محمد اشرف غني د ۵۰.۶۴ رایو په ترلاسه کولو د تلې شپږمې د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی اعلان کړ.
د ټاکنو کمېسیون د معلوماتو له مخې محمد اشرف غني د ۹۲۳۵۹۲ رایو (د ټولو معتبرو رایو ٥٠،٦٤ سلنه) او ډاکتر عبدالله عبدالله ۷۲۰۸۴۱ رایو ( د ټولو معتبرو رایو ٣٩،٥٢ سلنه رایې) ترلاسه کړې دي.
خو د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو له اعلان څو ساعته وروسته ډاکتر عبدالله عبدالله ځان د یادو ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی اعلان کړ او ویې ویل چې ټول شموله حکومت اعلانوي.
login or register a new account.