Language

اجرایه ریاست: ارگ دې د سولې په پروسه کې مسوولانه چلند وکړي

کابل (پژواک،۱۴کب ۹۸): جمهوري رياست اوربند او سوله د دولت سترې موخې د خلکو غوښتنه بللې او وايي چې له طالبان سره په مرکچي پلاوي کار شوی، خو سپېدار ماڼۍ د ارګ له خوا د مسوولانه چلند غوښتنه کوي.

د ولسمشر مرستیال ویاند لطیف محمود نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې له تېرې ورځې راهیسې د سولې د مرکچې پلاوي پر نوملړ کار روان دی او مذاکراتو ته تر تلو به تیار شي.

هغه زیاته کړه، د سولې مذاکراتي پلاوي غړي د ګوتو په شمېر، صلاحیتونه یې محدود او اصلي دنده یې د نظر تبادله ده.

نوموړي په د یاد پلاوي د صلاحیتونو پر محدودیت په ټینګار وویل، وروستۍ پرېکړه د ملي شورا، لویې جرګې او یا ټول پوښتنې په چوکاټ کې د افغانستان خلک کوي.

محمود د سولې بین افغاني خبرو جریان ته په اشاره وویل، په حقوقي بحثونو کې حقوق پوهان، په دیني بحثونو کې دیني عالمان او د ښځو اړوند بحثونو کې ښځې بحث ته داخلېږي او ټول د افغانستان د اساسي قانون ارزښتونو او دېموکراتیک نظام ته ژمن دي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال د سولې د مرکچي پلاوي ترڅنګ د یوې شورا د موجودیت خبر ورکړ او زیاته یې کړه، د دې شورا چې د افغانستان د یو شمېر مشرانو څخه جوړه شوې، دنده يې مشوره ورکول او څار دی.

د حکومت اجرایه ریاست هم وايي چې د دغه ریاست مشرتابه د افغان سیاسي مشرانو سره په مشوره او رایې ورکونې د سولې د مرکچي پلاوي نوملړ وروستی کړی دی.

د اجرایه ریاست مرستیال ویاند امېد میثم زیاته کړه: ((موږ هیله لرو چې ارګ هم د سولې له بهیر سره مسوولانه چلند وکړي څو موږ د افغانستان د اسلامي جمهوريت له خوا د جامع او ټول شموله پلاوي شاهدان شو.))

نوموړي د پلاوي د شمېر او ځانګړتیاوو په اړه معلومات ورنه کړل، خو زیاته یې کړه چې د بین الافغاني خبرو پیل ته لازم تیاری شته.

دا په داسې حال کې ده چې د ملي یووالي حکومت مشران له طالبانو سره د سولې خبرو د مرکچې پلاوي په جوړېدو هوکړې ته نه دي رسېدلي، خو عبدالله عبدالله او ګلبدین حکمتیار تېره ورځ د حامد کرزي په کور کې د یاد پلاوي د نوملړ په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې تړون د روانې میاشتې په لسمه د قطر په پلازمېنه دوحه کې لاسلیک شو چې د دواړو لوریو د بندیانو خوشي کېدل هم په کې شامل دي.

د تړون له مخې، پنځه زره طالب زندانیان او د افغان حکومت ۱۰۰۰ بندیان د ۱۳۹۸ کال د کب په ۲۰ مه د بین الافغاني خبرو د پیل په لومړۍ ورځ او پاتې بندیان به په راتلونکو درېیو میاشتو کې خوشي شي.

login or register a new account.