کابل (پژواک، ۲۰ کب ۹۸): د اترا اداره وايي چې د دویم نوري فایبر له نښلولو سره به د انټرنېټ کیفیت لوړ او بیې به را ټیټې شي او په نوې طرحه کې ټول سيمکارتونه بايومټرک او راجستر کېږي.
دغه څرګندونې د اترا ادارې مالي مرستیال بلال هاشمي د کب په ۲۰مه په کابل کې ملت ته د حکومت له خوا د حساب ورکولو په خبري غونډه کې وکړې.
هاشمي وايي، که چېرې د ابريشم تنګي ساحه کې د نوري فایبر دویم کيبل له کابل ښار سره ونښلول شي، نو ورسره به د انټرنېټ بیه ټیټه او کیفیت کچه به لوړه شي.
ده وويل چې په لومړي سر کې به د یاد فایبر له لارې کابل ښار او له هغه وروسته به په نورو لویو ښارونو کې د انټرنېټ بیې ټيټې او د کیفیت کچه لوړه شي.
د هغه په وينا، اوس مهال درې شرکتونه د فایبر د نښلولو په برخه کې کار کوي او په کابل کې به یاده پروسه ژر عملي شي.
د اترا مرستيال وویل چې په تېرو دوو میاشتو کې ۳۷ مخابراتي شرکتونه د سيمکارتو د نه ثبتولو له امله جریمه او لویې څارنوالي ته ور پېژاندل شوي دي.
هاشمي وايي، که چېرې د یادې ادارې نوې طرحه ولسمشر محمد اشرف غني له لوري تاييد شي؛ نو ټول سیمکارتونه به په بایومټریک ډول ثبت او راجستر شي.
حج او اوقاف وزارت
دغه راز نن د حج، ارشاد او اوقافو وزارت هم ملت د حساب ورکولو په پروګرام کې ګډون وکړ.
د حج او اوقافو سرپرست وزیر عبدالحکیم منیب وویل چې له دې وروسته به وقفي ځمکې او د عمرې خدمات پر عایداتي سرچینو بدلوي.
ده زياته کړه، خپل خدمات یې بهتر کړي او له دې وروسته غواړي چې وقفي ځمکې له غصبه خوندي کړي.
منيب وايي، د سعودي له خوا افغانستان ته د حج اداء کولو په موخه ۹۹ کال د ۳۰۰۰۰ حاجیانو سهمیه ورکړل شوې ده.
د نوموړي په وینا، د حاجیانو لپاره د الکترونیکي پاسپورټ برابرولو په موخه د کورنیو چارو وزارت او د پاسپورټ له لوی ریاست سره د تړون لاسلیک شوی دی.
په نوې طرحه کې ټول سيمکارتونه بايومټرک او راجستر کېږي.
د لوړو زده کړو وزارت
همدا راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر عبدالتوب بارکزی وویل چې ۱۰۶ هوکړه لیکونه یې د سیمې هېوادونو له پوهنتونونو سره لاسلیک کړي چې له مخې به یې د زده کړو کیفیت لوړ شي او پر تحصیلي نصاب به بیا کتنه وشي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، روان کال کې یې ۹۷۰۰۰ تحصیلي اسناد چاپ کړي او ترڅنګ یې ۹۵ سلنه پوهنتونونه په انټرنېټ سمبال کړي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.








