کابل (پژواک، ٢٠ کب ٩٨) : ايرلينډ د کرکت په درېيمه نړيواله شل اووريزه لوبه کې افغانستان ته له يوې په زړه پورې لوبې وروسته ماتې ورکړه.
دا درې لوبې د افغانستان په کوربه توب د هندوستان په ګريټر نويډا ښار کې ترسره شوې.
ددرېيمې لوبې پچه ايرلينډ وګټله او لومړى يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، خو د افغان توپ اچوونکو د ښې لوبې له امله هغوى په ٢٠ اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدلو سره ١٤٢ منډې جوړې کړې.
د افغانستان له لوري قيس احمد او نوين الحق چې په دې سياليو کې د لومړي ځل لپاره چانس ورکړل شوي وو، ښه وځلېدل او درې ، درې لوبغاړي يې وسوځول، دغه راز راشد خان او مجيب ځدراڼ هم يو يو لوبغاړى وسوځولو.
که څه هم ياد هدف کم و، خو افغان لوبغاړو ونه شو کړاى چې لوبه وګټي او په شل اوورونو کې يې ١٤٢ منډې جوړې کړې او لوبه مساوي شوه.
د کرکټ د قوانينو له مخې ددواړو لوبډلو ترمنځ د (سوپر اوور) يو يو اوور لوبه وشوه، افغانستان لومړۍ توپوهنه وکړه او ايرلينډ ته يې د نهو منډو هدف ورکړ، چې ايرلينډ په وروستي توپ ترلاسه کړ او لوبه يې وګټله.
تر دې مخګې دوه لومړنۍ لوبې ايرلينډ ګټلې وې.
login or register a new account.