ژبه

سرچینه: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په یو ناڅاپي سفر کابل ته راغلی

کابل (پژواک، ۴ وری ۹۹): د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو نن په یوه نا اعلان شوي سفر کابل ته راغلی دی.

تر اوسه د افغان حکومت هېڅ رسمي سرچینې په دې اړه څه نه دي ویلي، خو ځينو کورنیو رسنیو ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د امریکا او طالبانو د سولې تړون د تطبیق لپاره نن کابل ته راغلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبان او امریکا ترمنځ د سولې تړون له یونیم کال خبرو وروسته د تېر کال د کب په ۱۰مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې لاسلیک شو.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په تړون کې راغلي چې پنځه زره طالبان او زر د افغان حکومت بندیان به د ۱۳۹۸ کال د کب په ۲۰مه «د بین الافغاني خبرو په لومړۍ ورځ» او پاتې بندیان به په راتلونکو درېیو میاشتو کې خلاصېږي.

خو تر اوسه بندیان نه دي خوشي شوي او نن د افغانستان د ملي امنیت شورا اعلان وکړ چې د افغان حکومت پلاوی د امریکا او قطر د استازو په موجودیت کې په یوه وېډیويي کنفرانس کې د بندیانو د خلاصېدو په اړه خبرې وکړې.

یوې حکومتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي پژواک ته وویل، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو نن کابل ته راغلی او ټاکل شوې له افغان چارواکو سره د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د تړون د موادو د تطبیق په اړه خبرې وکړي.

هغه په دې اړه نور جزیات ورنکړل.

په ورته وخت کې ځينو رسنیو خبر ورکړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به کابل ته د سفر پر مهال د بندیانو په اړه پر خبرو سربېره د غني او عبدالله ترمنځ د راپورته شوو اختلافاتو په اړه هم بحث وکړي.