مزارشريف (پژواک، ۴ ورى ۹۹): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو درملنې په موخه په لنډمهال ډول دوه سوه بستريز روغتون پرانيستل شو.
دا په داسې حال کې ده چې په دغه ولایت کې یو شمېر کسان پر کرونا اخته دي او یو کس مړ شوی دی.
د عامې روغتيا مرستيال ډاکتر فدامحمد پيکان د وري په ۴مه مزارشريف کې خبريالانو ته وويل چې په دې سره په هېواد کې د کرونا ويروس درملنې په موخه د ځانګړو شوو بسترونو شمېر ۷۰۰ ته ورسېد.
نوموړي پژواک ته وويل چې مخکې له دې يې په ملکي روغتون کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو درملنې لپاره يو واټ ځانګړی کړی و، خو وضعيت ته په کتو يې ښه وګڼله د ځانګړو بسترونو شمېر ۲۰۰ ته ورسوي.
هغه زياته کړه چې دغه دوه سوه بستريز مؤقتي روغتون يې د مزار ښار په حاجي کمپ کې فعال کړ.
حاجي کمپ په مزارشريف کې موقعيت لري چې له شمال زون څخه حج ته د تلونکو کسانو لپاره جوړ شوی دی.
د عامې روغتيا وزارت مرستيال د بلخ له حج او اوقافو له رياسته مننه وکړه چې ياد مرکز يې دوی ته وسپاره.
نوموړي دا هم وويل چې په راتلونکې اوونۍ کې به مزارشريف کې هم د کرونا ويروس ازمايښت پيل شي.
هغه په خلکو غږ وکړ چې د روغتيا وزارت پر وقايوي لارو چارو عمل وکړي او د سطحي نښو په پيدا کېدو هم روغتون ته مراجعه وکړي.
په ورته مهال د بلخ د حج او اوقافو رييس مولوي جان محمد حقجو پژواک ته وويل چې د ټولو جامع جوماتونو خطيبانو ته يې سپارښتنه کړې؛ څو له کرونا ويروس څخه د مخنيوي په موخه خلکو ته تبليغ وکړي.
هغه زياته کړه چې خلک بايد د کرونا ويروس د مخنيوي برخه کې د ډاکټرانو سپارښتنو ته په جدي ډول پاملرنه وکړي.
حقجو وایي: ((موږ يو جامع حديث لرو چې حضرت محمد ص هم په ځينو حساسو شرايطو کې ځينو صحابه وو ته له لاس ورکولو څخه ډډه کړې؛ نو د روغ پاتې کېدو په خاطر دا د خلکو وجيبه ده چې يو بل ته له لاس ورکولو څخه ډډه وکړي؛ څو دغه ويروس نورو خلکو ته سرايت ونکړي.))
هغه له خکو غوښتنه وکړه چې د ځان پاک ساتلو په برخه کې جدي و اوسي او همدا راز د ګڼې ګوڼې ځايونو ته لاړ نشي.
مزارشريف کې ټولنيز فعال غلام رسول ملکزي پژواک ته وويل چې حکومت بايد د جوماتونو له لارې خلکو ته د کرونا ويروس د خطرونو په تړاو ډېر معلومات ورکړي.
هغه زياته کړه چې ديني عالمان دعامو افغانانو ترمنځ زيات محبوبيت لري او بايد خلکو ته توصيه وکړي؛ څو د کرونا ويروس په مخنيوي کې جدي و اوسي.
نوموړی له خلکو هم غواړي څو د امکان تر کچې په خپلو کورونو کې پاتې شي.
د عامې روغتيا وزارت مرستيال ډاډ ورکړ چې دغه وزارت د کرونا ويروس په اړه حتی جزيي معلومات هم له خلکو څخه نه پټوي او هره ورځ خپل ورځنی ګزارش د رسنيو له لارې د افغانستان خلکو سره شريکوي.
د کرونا ناروغي چې شاوخوا درې میاشتې مخکې په چین کې خپره شوه، تر اوسه د نړۍ په ۱۶۰ هیوادونو کې شاوخوا ۳۴۰ زره کسان پرې اخته او ۱۴ زره نور مړه شوي دي.
په افغانستان کې هم له دې ناروغې یو تن مړ او ۴۰ تنه پرې اخته شوي چې ډیری یې په هرات ولایت کې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









