جلال اباد (پژواک، ۶ وری ۹۹): د ننګرهار ولايتي ادارې له پرېکړې سره سم نن د خوراکي توکو له هټیو او درملتونونو پرته ټولې هټۍ او بازارونه تړلي خو خلک شکايت کوي چې د خوراکي توکو بیې په لوړېدو دي.
جلال اباد ښاريان د ولايتي ادارې دغه ګام چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه يې بازارونه وتړل، ستايي خو غږ کوي چې نرخونه هم بايد کنټرول وساتل شي.
له خلکو سره اندېښنه ده چې له يوې خوا د بېوزلو لپاره کارونه ودرېدل له بلې خوا نرخونه لوړ شوي، نو ښايي تر کرونا ډېر د ولږې خطر خلک له ستونزو سره مخ کړي.
که څه هم په ننګرهار کې تر اوسه د کرونا ويروس کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې خو دا چې خطرات په ټوله نړۍ کې ليدل شوي، نو له همدې وېرې له نن څخه د جلال اباد ښار په ګډون د ۲۲ ولسواليو بازارونه وتړل شول.
سبحان الله جلال اباد ښار ته د خوراکي توکو د اخیستو په موخه راغلی وايي، تر پرونه يوه پنځوس کيلوي بوجۍ اوړه په ۱۸۰۰ افغانۍ خرڅېدل خو نن يې نرخ له دوو زرو افغانيو هم لوړ تللي دي.
هغه زياته کړه: ((بازار چې بند شو، د صحت په رابطه باندې ښه پروګرام دی، خو د دې مرض نه به خلک دومره له مشکل سره اخته نه شي چې څومره له قيمتۍ سره مشکل سره اخته دي.))
دغه راز د ښار يو بل اوسېدونکی محمد شاه د ولايتي ادارې دا ګام ستايي؛ خو ټينګار کوي چې ښاروالۍ او امنيتي ادارې دې د نرخونو د کنټرول لپاره د څار لړۍ ګرمه وساتي.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل پژواک سره خبرو کې وويل، د بازارونو بندېدو پرېکړه يې د خلکو د ژوند ژغورلو په موخه کړې، وايي، له تش نس سره کېږي؛ خو د کرونا ويروس سره مبارزې له ځان ساتلو پرته نه کېږي.
دی وايي، د نرخونو د کنټرول لپاره يې هڅې جدي کړې، هر چا چې رسماً شکايت وکړ، له ثبوت سره په هماغه وخت به اقدام کېږي.
والي زياتوي، د غريبو هېوادوالو د لاسنيوي په موخه يې له سوداګرو سره مشورې روانې کړې چې د مرستې يو صندوق جوړ کړي چې د ډېرو بېوزلو خلکو ستونزې به ورسره حل شي.
اوسمهال په ټول هېواد کې د کرونا ويروس ۸۲ مثبتې پېښې ثبت شوې او د دوو کسانو په مړينې سره د دغه ويروس د خپرېدو خطرات لا زيات شوي دي.
د يادولو ده، په ټوله نړۍ کې له څلورنيم سوه زره زيات کسان په کرونا اخته شوي او شاوخوا ۲۰زره کسان د دې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.










