کابل (پژواک، ١٠ وری ٩٩): د کابل د شهزاده سرای صرافانو له ولسمشر غني سره تر لیدو وروسته حاضر شول چې خپل فعالیت له سره پیل کړي او حکومت به د مخابراتو پخوانۍ ودانۍ د صرافانو په واک کې ورکړي.
د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې تېره چهار شنبې (د وري ۶مه) اعلان وکړ چې د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه د وري له نهمې تر راتلونکو درېیو اوونیو خپل فعالیت په شهزاده سرای کې بندوي.
د ارګ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې چې یوه کاپي یې پژواک هم ترلاسه کړې راغلي، ولسمشر غني تېر ماښام د ارګ په چهار چنار ماڼۍ کې د افغانستان د صرافانو د سراسري ټولنې له رییس او غړو سره ولیدل.
ولسمشر غني په دې لیدنه کې وویل: ((که ستاسو فعالیت بند شي د هېواد اقتصادي دوران نه ترسره کېږي، تاسو د ټولنې یوه ځانګړی قشر یاست او د خپلو چارو د تنظیم واک لری.))
هغه زیاته کړه، له والیانو سره یې د وېډیو کنفرانس له لارې خبرې کړې او هغوی ته یې لارښوونه کړې چې د صرافانو همغږۍ او امنیت ته لومړيتوب ورکړي.
ولسمشر غني وویل، د مخابراتو پخوانۍ ودانۍ به صرافانو ته ورکړي او که غواړي دغه ودانۍ د صرافیو په مرکز بدله کړي دولت حاضر دی چې په یوازې توګه یا په ګډه یې ترمیم او دوی ته یې وسپاري او د طی مراحلو لپاره د ملي پراختیا د شرکت له عمومي اجرایوي رییس عبدالرحمن عطاوش سره ناسته ترسره کړي.
د افغانستان د صرافانو د سراسري ټولنې رییس الحاج میر افغان صافی په دې لیدنه کې صرافانو ته د مخابراتو د پخوانۍ ودانۍ د سپارلو څخه مننه وکړه.
نوموړي وویل: ((صرافان د باعزته سولې د ټينګښت لپاره د دولت تر څنګ ولاړ دي، که څه هم ټاکل شوې وه د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره خپل مارکېټونه وتړو خو د کابینې له پرېکړې وروسته مو د صرافیو د مارکېټونو د خلاصېدو تصمیم ونیولو.))
د افغانستان د صرافانو د سراسري شورا رییس د سهار له اتو بجو ماسپښین تر یوې بجې د خپل کاری وخت د تنظیم، په مرکز او ولایتونو کې د صرافیو د مارکېټونو ضد عفوني کول او د افغانستان بانک له ذخیرې د پیسو د وېش او د پیسو فزیکي قرنطین په اړه خپل وړاندیزونه یاد کړل.
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح صرافانو ته په خطاب وویل: ((هڅه کوو د حکومت بدنه ستاسو په خدمت کې پاتې شي او ستاسو د ستونزو د حل لپاره یو کس معرفي شي څو په دوامداره توګه له تاسو سره په تماس کې وي.))
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










