ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل او هرات کي د برېښنا د دوو پړاوونو د پوروړو برېښنا نه پرې کیږي

کابل او هرات کي د برېښنا د دوو پړاوونو د پوروړو برېښنا نه پرې کیږي

author avatar
7 Apr 2020 - 08:36
کابل او هرات کي د برېښنا د دوو پړاوونو د پوروړو برېښنا نه پرې کیږي
author avatar
7 Apr 2020 - 08:36

کابل (پژواک، ۱۹ وری ۹۹): کابل او هرات کې د برېښناهغه مشترکین چې له دوو دورو د کمې مودې پوروړي دي، له جریمې معاف کیږي او د کرونا ناروغۍ له امله د رامنځته شویو قیوداتو تر پایهیې برېښنا هم نه پرې کیږي.

په کابل، هرات، جلال اباد، بلخ او ځینو نورو ولایتونو کې د کرونا ناروغۍ د مخنیوي په موخه د خوراکي توکیو له هټیو او درملتونونو پرته نور ټول مارکېټونه او هټۍ تړل شوي او په تګ راتګ هم قیود وضع شوي دي.

تر پرونه افغانستان کې ۳۶۷ تنه پر دغې ناروغۍ اخته شوي دي. له دغو شمېرو تر ټولو ډېر په هرات او بیا کابل کې دي.

له همدې امله د افغانستان برېښنا شرکت اعلامیه خپره کړې او وېیلي یې دي چې هرات او کابل کې د برېښنا هغه مشترکین چې د برېښنا د لګښت له پلوه له دوو دورو د کمې مودې پوروړي دي، له جریمې معاف کیږي او د کرونا ناروغۍ له امله د رامنځته شویو قیوداتو تر پایه یې برېښنا هم نه پرې کیږي، خو غوره ده چې د برېښنا د لګښتونو ورکولو په برخه کې له یاد شرکت سره همکاري وکړي. د برېښنا د لګښتونو ورکولو هره دوره دوې میاشتې ده.

خو سرچینه زیاتوي، د برېښنا هغه مشترکین چې له دوو دورود ډېر وخت پوروړي دي، په دغو اسانتیاوو کې نه دي شامل او د برېښنا تګلاره پرې پلې کیږي.

برښنا شرکت لیکي چې بانکونه،" فسټ پي"، ازي پی (د عزیزي بانک اپلیکشن) او ګرځنده تېلفونونه (پولم، ام پیسه) هغه څه دي چې خلک کولای شی له لارې یې د وضع شویو قیوداتو پر مهال د برېښنا د لګښت پیسې تحویل کړي.

دغه راز په اعلامیه کې راغلي چې د مخابراتي شبکو کارکوونکي له کرونا ویروس د خلکو د خوندیتوب په موخه په انلاین بڼه د برېښنا د لګښت پیسو د ټولولو په موخه کابل کې د خلکو د کورونو دروازو ته ورتګ هم پیلوي.

د یادونې وړ ده چې څو ورځې مخکې د ازبکستان د وارداتي برېښنا پر یوه ستنه بغلان ولایت کې د ګولۍ د لګېدو له امله برېښنا پرې شوې او دا مهال کابل او ځینو نورو ولایتونو کې خلک په نوبتي ډول له برېښنا ګټه اخلي. برېښنا شرکت وېیلي چې نن به دغه ستونزه حل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.