کابل (پژواک، ۲۶ وری ۹۹): د کابل ولایت د اقتصادي او ټولنیزو چارو مرستیاله او کابل کې د کرونا ویروس د مخنیوي کمېټې غړې حنیفه ګیرووال د کرونا په ویروس اخته شوې او له تېرو ۵ ورځو راهیسې په کور کې قرنتین شوې ده.
نوموړې د وري په ۲۶مه، پژواک خبري اژانس ته په ځانګړې مرکه کې وویل، دا په کابل کې د کرونا ویروس مخنیوي لپاره له عاجلې کمېټه سره کار کوي او له هغه چا سره چې له دغه ویروس زیامنیږي، دوی ورسره بیړنۍ مرستې کوي.
دا وايي، له همدې امله به یې د ورځې په لسګونو خلکو سره لیدل او ښايي له هماغو خلکو دې ته کرونا ویروس ورغلی وي.
هغې زیاته کړه، مخکې له دې چې دا په کرونا اخته شي د دفتر له همکارانو سره به یې ټوکې کولې چې په کورونا اخته نه شو خو څو ورځې وروسته یې دردونه احساس کړي او داسې یې انګیرلې چې ښايي دا دردونه به کورونا ته د اندېښنې له امله وي.
د کابل مرستیاله ګیرووال زیاتوي:”د چهارشنبې په ورځ (وري په ۲۰مه) شدیده ځاني دردي مې وه، ستوني مې خفیف درد کاوه او سردردي مې هم زیاته وه؛ په همدې ورځې مې د کرونا ویروس ټيسټ ورکړ. د پنجشبنې او جمعې په شپو مې سخته ځان دردي وه خو د ورځې به شدیدې تبې نیولې وم او کله چې د یکشنبې په ورځې مې پایله مثبته راووته نو نور تاثیر یې هم را باندې وکړ.”
د دې په وینا، وروسته له دې چې د کرونا ټيسټ یې مثبت شو، له کورنۍ څخه یې یوازې د مور ټېسټ هم واخیستل شو چې منفي و؛ له هغې وروسته ټوله کورنۍ یې په کور کې قرنتین شوه.
حینفه ګیرووال کابل کې د کرونا ویروس مخنیوي د بیړنۍ کمېټې غړې ده وايي، دوی د عامې روغتیا وزارت او ډاکټرانو په ټولو لارښوونو عمل کوي؛ کاغذي لوښي کاروي، د کورنۍ هر یو شخص په ځانګړې خونه کې اوسېږي، له کوم شي سره چې ولګیږي نو سم له واره لاسونه په صابون او وایټکس پرمینځي او څو وارې ټول کور ضد عفوني هم کوي.
دې وویل:”له هغې ورځې چې قرنتین شوې یم او تدابیر مې زیات کړي اشتها مې ښه شوې، تبه نه لرم او سردردي مې هم ورکه شوې ده ځکه ويټامین ډي، ویټامین سي، هایدروکلوکسین او مایعات ډير کاروم؛ له تودو اوبو او مالګې غرغړه ډيره کوم او هره ورځ په جوش اوبو د نیم ساعت لپاره لامبم”.
ګیرووال زیاته کړه، که هر څوک په کورنا اخته کېږي نو باید خپل مورال لوړ وساتي او ترې ونه ویریږي چې خدای مه کړه بیا یې روغتیا ته ډير زیان اړولی شي.
د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې ۷۱۴ کسان پر کرونا اخته او ۲۳ تنه ترې مړه شوي دي.










