کابل (پژواک، ۲۷ وری ۹۹) : د عامې روغتیا وزارت وايي، افغانستان کې په کرونا ناروغۍ اخته یو بل ډاکټر اقبال عمري هم ومړ .
د دغه وزارت سلاکار وحیدالله مایار د وري په ۲۷مه، پژواک اژانس ته وویل چې اقبال عمري تر تېرې ورځې پورې په کور کې قرنتین و خو پرون یې تنفسي سیستم ستونزې پیدا کړې دي او د کابل افغان ـ جاپان روغتون ته لیږل شوی و چې نن لس بجې ومړ.
هغه زیاته کړه، عمري د کابل ښار په شینو زاده روغتون کې د جراحۍ برخې متخصص او د بغلان ولایت اوسېدونکی و چې مړینه یې د افغانستان طبي ټولنې لپاره یوه لویه ضایع ده.
افغانستان کې دا درېیم ډاکټر و چې خپل ژوند یې د کرونا ناروغۍ له امله له لاسه ورکړ. له دې وړاندې د امیري روغتون یو ډاکټر حنیف الله حنیف او بل د ماشومانو متخصص ډاکټر یوسف اریوبي هم د یادې ناروغۍ له امله په کابل کې مړه شوي وو.
د یادونې وړ ده، چې په کابل، هرات او ځینو نورو ولایتونو کې تر پنځوسو ډیر روغتیایي کارکوونکي او ډاکټران پر دې ناروغۍ اخته شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د ۷۸۴ مثبتو پیښو څخه ۳۰۶ یې په هرات، ۲۰۹ یې په کابل، ۹۳ یې په کندهار، ۳۵ یې په نیمروز، ۲۷ يې په بلخ، ۱۳ یې په غزني، لس يې په پکتیا، نهه یې په ننګرهار، نهه يې په هلمند، اته یې په لوګر، اووه یې په دایکندي، اووه یې په تخار، شپږ یې په فراه او شپږ یې په سمنګان، ولایتونو کې ثبت شوي دي.
دغه راز د کرونا ویروس پنځه ـ پنځه پېښې په بامیان، بغلان، فاریاب او میدان وردګ، درې ـ درې په کندوز، بامیان، زابل، غور او بادغیس، دوه ـ دوه په کونړ او کاپیسا او په پروان، بدخشان، سرپل، اروزګان او پکتیکا ولایتونو کې یوه ـ یوه پېښه ثبت شوې ده.










