ژبه

په  نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمیره له دوه میلیونه واوښته

کابل (پژواک،۲۷ ورى ٩٩): د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمیره له دوه میلیونه اوښتي دي چې تر نیمایي زیات یې یواځې په څلورو هیوادونو کې دي.

د کرونا ويروس چې شاوخوا څلور میاشتې مخکې لومړى د چين له اوهان ښاره خپور شو، اوس د نړۍ په شاوخوا ۲۰۰ هېوادونو کې خپور شوى دى.

په لومړيو مياشتو کې پر دې ناروغۍ تر ټولو زيات چينايان اخته او مړه شول، خو اوس دا ناروغي په چين کې کنټرول شوې، خو په اروپا او امريکا کې په ډېرې تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.

د نړيوالو سرچينو په حواله چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن سهاره پورې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ څه دپاسه دوه میلیونه کسان اخته شوي دي.

دغې سرچینې زیاته کړې چې له دې ناروغۍ په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۱۲۶ زره کسان مړه شوي چې ډیری یې اروپایي هیوادونو او امریکا کې دي.

د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په ټولیزه توګه په ټوله نړۍ کې ۴۶۷ زره کسان بیرته له دې ناروغۍ ښه او خپل عادي ژوند ته راګرځېدلي دي.

د راپورونو له مخې، په امريکا کې تر ټولو زيات کسان پر دې ناروغه اخته  او مړه شوي، هلته تر ننه پورې ۶۰۵  زره کسان پرې دې ناروغۍ اخته شوی اوڅه دپاسه ۲۶ زره کسان مړه شوي دي.

دغه راز په هسپانیا کې ۱۷۲ زره پرې اخته او ۱۸  زره مړه شوي دي، په ایټالیا کې ۱۶۳ زره کسان پرې اخته او څه کم ۲۲ زره ترې مړه شوي دي،  په جرمني کې ۱۳۱ زره زره پرې اخته او۳۲۰۰ تنه مړه شوي دي، په فرانسه کې ۱۴۴زره  کسان پرې خته او۱۶ زره مړه شوي ، په انګلستان کې ۹۳ زره اخته او ۱۲۵۰۰ مړه شوي دي.  

د راپورونو له مخې، په چین کې نږدې ۸۲ زره پرې اخته او ۳۴۰۰ مړه شوي ، په ایران کې ۷۵ زره پرې اخته او ۴۷۰۰ مړه شوي دي، په پاکستان کې ۵۹۰۰ ک سان پرې اخته  او ۱۰۰ تنه مړه شوي، په هندوستان کې ۱۱ زره پرې اخته او ۳۷۰ تنه مړه شوی ،په سعودي کې ۵۴۰۰ تنه اخته او ۷۵ تنه مړه شوي دي.  

په افغانستان کې هم دا ویروس په تیزۍ سره د خپریدو په حال کې ده، تر اوسه ۷۱۴ کسان پرې اخته او ۲۳ تنه مړه شوي دی،.چې ډیری یې هرات ، کابل او کندهار کې دي.