منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۳۸ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

افغانستان کې کرونا: ۸۴۰ تنه نارغان، ۳۰ مړه او ۵۴ روغ شوي دي

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۹ کتنې

کابل(پژواک, ۲۸وری ۹۹): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ويروس ۵۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي او له دې ناروغۍ څخه د ښه شويو کسانو شمېره ۵۴ تنو ته رسیږي.

د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مايار د وري په ۲۶ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۶ مثبتې پېښې ثبت شوي چې له دې سره په هیواد پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر ۸۴۰ته لوړیږی. 

هغه زیاته کړه ،تر اوسه له دې ناروغۍ څخه ۵۴کسان بیرته روغ شوي او ۳۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی چې درې تنه یې ډاکتران دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې په تازه ثبت شویو پېښو کې ۳۷ یې په کابل کې،۱۱ یې په هرات کې، شپږ يې بلخ کې، يوه يوه یې په ننګرهار او لغمان ولايتونو کې ثبت شوي دي.

مايار وايي چې ورځ تر بلې په هېواد کې د کرونا ناروغۍ مثبتې پیښې په ډېرېدو دي نو څه وخت وروسته له د تشخیصيه کېټونو له کمښت سره مخ شي.

ده ټينګار وکړ چې کابل کې نور ويروس په صعودي ډول د خپرېدو په حال کې دی نو تر دې وروسته بايد هر کس ماسک وکاروي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې تر اوسه په کابل کې ۲۴۶ مثبتې پېښې ثبت شوي چې ۱۷ کسان بېرته ښه شوي خو ۱۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د يادونې وړ ده چې تر اوسه په ټول هېواد کې ۵۴۰۰ شکمنې پېښې ثبت شوي چې ورځ تر بلې د مثبتو پېښو کچه هم لوړه شوې ده. د کرونا ناروغۍ د مثبتو پېښو د پېدا کېدو په موخه عامې روغتيا وزارت په ځينو ناحيو کې هم سيار ټيمونه ګمارلي دي.