کابل (پژواک، ۲۹ وری ۹۹): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې د کرونا د ناروغانو تر ۵۰ سلنې ډیره کسان ځوانان دي چې شنونکي یې په اړه بیلا بیل ډول نظرونه لري.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تر ننه پورې په ټول هیواد کې ۹۰۶ کسان پر کرونا ناروغۍ اخته، ۳۰ تنه مړه او ۹۹ نور روغ شوي دي.
ددغه وزارت سلاکار وحیدالله مایار پرون پژواک ته ویلي وو، چې له یادو ناروغانو تر نیمایي ځوانان یې ځوانان تشکیلوي.
د عامې روغتیا وزارت زیاته کړې چې ۲۵۶ ناروغان د ۲۰ او ۲۹ ترمنځ او ۲۳۱ نور ناروغان له ۳۰ څخه تر ۴۰ کلونو پورې عمر لري.
مایار ددې لامل په اړه نن د وري په ۲۹مه، پژواک اژانس ته وویل چې د کرونا ناروغي له لومړی له ایران څخه د راغلو کډوالو څخه خپور شو.
هغه زیاته کړه چې له ایران او پاکستان لسګونه زره ځوانان هیواد ته ستانه شوي چې د کرونا ناروغي په دوی کې ډیره خپره شوې ده.
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست پخوانی رییس ډاکټر باز محمد شیرزاد وایي چې کرونا عمر و نژاد ته نه ګوری د هر عمر وګړی پرې اخته کیدای شي .
خو نوموړی وایي، د ډیرو عمر لرونکي کسان چې یو شمیر نورې ناروغۍ لري، پر هغوی ژر اغیز کوي او له منځه یې هم وړي.
خو د وهاج روغتون مشر ډاکټر وهاج وایي چې د افغانستان ځوانان کرونا او قرنطین جدي نه ده نیولې ځکه پرې ډیر اخته شوي دي.
هغه پژواک ته وویل ، چې ځوانان ټوله ورځ په ښار، لارو او کوڅو کې ګرځي او د ډاکترانو او حکومت پر لارښوونو عمل نه کوي.
ده زیاته کړه : (( زموږ ځوانانو اوریدلې چې کرونا د زړو کسانو ناروغي ده، جدي یې نه ده نیولې او خپلسري کارونه کوی.))
ډاکټر وهاج وایي چې باید دغه ارقام ښه ډیر خپور شي، څو ځوانان پوي شي او د کرونا ناروغي جدي ونیسي.
د کابل پوهنتون دټولنیزو چارو استاد کبیر حقمل وایي چې د افغانستان غټه سلنه وګړي په تیره بیا کاري ځواک ځوانان دي دوی تر وړو ډیر ټولنیزو فعالیتونو، کاروبار او وځینو معاملو کې دخیل دي، ځکه د ناروغۍ کچه په دوی کې لوړه ده.
هغه هم په ځوانانوکې د کرونا د ناروغۍ ډیروالي په ایران کې د افغانانو ځوانانو شتون و، چې اوس بیرته ګرځیدو سره پکې دا وبا ډیره خپره شوې ده.
د کابل له طب پوهنځی فارغ ډاکټر نصیر وایي چې په ټوله نړۍ کې اکثره زاړه خلک پر دې ناروغۍ اخته شوي دي.
هغه پژواک ته وویل چې په افغانستان کې ډیری ځوانان ځکه پر دې ناروغۍ اخته شوي دي هغوی له ایران او یا پاکستان څخه راستانه شوي دي او پر دې مرض اخته شوي دي.
ده زیاته کړه، چې په سپین ږیرو کې ډیرې نورې ناروغۍ وي، ځکه د کورنا ناروغي پکې په اسانه نه تشخیص کیږي.
د عمې روغتیا وزارت وایي چې له ۹۰۰ ناروغانو څخه یې اوه تنه له لسو کلونو کم عمر لري، ۵۹ ناروغان د ۱۰ او ۲۰ کلونو ترمنځ دي.
سرچینې زیاته کړې چې ۱۳۰ ناروغان د ۴۰ او ۵۰ کلونو ترمنځ، ۸۴ د ۵۰ او ۶۰ کلونو ترمنځ ۵۲ ناروغان د ۶۰ او ۷۰ کلونو ترمنځ ۱۳ ناروغان د ۷۰ او ۸۰ کلونو ترمنځ عمرونه لري او اوه تنه نور ناروغان له ۸۰ کلونو زیات عمر درلودونکي دي.
د عامې روغتیا وزاروات وایي چې له هرو لسو ناروغانو څخه یې درې تنه ښځې دي او له ټولو ۲۷ سلنه یې ښځې جوړوي.