ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې له تیرې یوې میاشتې د سلام مخابراتي شبکه فعالیت نه لري

غزني کې له تیرې یوې میاشتې د سلام مخابراتي شبکه فعالیت نه لري

author avatar
18 Apr 2020 - 11:19
غزني کې له تیرې یوې میاشتې د سلام مخابراتي شبکه فعالیت نه لري
author avatar
18 Apr 2020 - 11:19

غزني ښار (پژواک، ۳۰وری ۹۹): د غزني ولایت اوسېدونکي د سلام مخابراتي شبکې له ټکني فعالیت څخه شکایت کوي او وايي، دغه شبکه هره میاشت څو ورځې خرابه وي خو دا ځل نږدې میاشت کېږي چې فعالیت یې درېدلی دی.

خو د سلام مخابراتي شرکت مسوولین وايي چې د شبکې مزي د میدان وردګو ولایت په ساحه کې سېلابونو وړي چې دوی یې په جوړولو بوخت دي.

د غزني ښار یو تن اوسېدونکی محمد اسلم وايي، د سلام شبکې مخابراتي شبکې د فعالیت له درېدو سره د افغان ټیلیکام انټرنیټ هم خراب شوی چې خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

ده وویل، سلام مخابراتي شبکه هره میاشت د څو ورځو لپاره بنده وي، خو دا ځل میاشت کېږي چې فعالیت یې درېدلی دی.

هغه زیاتوي: ((په افغان ټیلیکام کې مې د ۴ زره افغانیو په ارزښت انټرنیټ فعال کړ خو دوه ورځې وروسته شبکه خرابه شوه او فعالیت یې ودرېد، تر هغه چې شبکه جوړېږي نو زما د فعالې شوې کڅوړې وخت به هم پوره وي، په داسې حال کې چې ما یوه ورځ کار ترې اخیستی دی.))

نوموړی وايي، په ورته توګه ډېرو خلکو په سلام سیم کارتونو کې انټرنیټي کڅوړې فعاله کړي ځکه د نورو شبکو په پرتله یې بیې ټیټې دي خو دا چې کار نه کوي نو ښايي د کارونې سلنه یې ټيټه شي.

د غزني د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکی احسان الله وايي، دا چې د دې ولایت په ډېرو ولسوالیو کې نورې شبکې فعالیت نه لري نو خلک له سلام شبکې کار اخلي، خو دا شبکه بیا په میاشت کې څو ورځې خرابه وي.

دی زیاتوي، اوسمهال د دغې شبکې له خرابېدو سره خلک له خپلو خپلوانو سره له اړیکو ساتلو بې برخې شوي دي.

نوموړی له اړوندو مسوولینو د دغې ستونزې حل غواړي او وايي، دا چې په دې ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې کاروونکي ډېر دي، هغوی باید خپل خدمات معیاري کړي.

د ده په خبره، طالبانو په ولسوالیو کې د نورو شبکو فعالیت بند کړی او د ورځې په اوږدو کې یوازې د څو ساعتونو لپاره کار کوي خو سلام شبکه چې کار کوي، ډېر وخت انتن نه ورکوي.

مدني فعال رحمت الله مرجانخېل وايي، دا چې د سلام مخابراتي شبکې مزي په ځمکه کې تېر شوي، ډېر مهال یې په لویه لاره کې سېلابونه وړي او یا یې وسله وال کسان غوڅوي چې له امله یې په ورځو ورځو شبکه او انټرنیټ قطع وي.
دی وايي: ((یوه میاشت کېږي چې د شبکې مزي په میدان وردګو کې سېلابونو وړي دي او اړوند مسوولین یې بیرته نه شي وصل کولای.))

هغه په دې برخه کې د غزني ولایت د مخابراتو پر رییس هم نیوکه وکړه چې له تېرو پنځلسو کلونو راهیسې دلته دنده ترسره کوي خو د مخابراتي شبکو د فعالیتونو په معیاري کولو کې یې فعالیت پڅ او کمزوری دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.