منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۳۲ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

“له کرونا سره د مبارزې په کمیسیون کې باید د ټولنې د بېلابېلو ډلو استازي ګډون ولري”

· ۵ دقیقې لوستل · ۱۰۹ کتنې

کابل (پژواک، ۳۰ وری ۹۹): د چارو ځینې متخصصین وایي، له کرونا سره د مبارزې د موثر او پیاوړي کولو لپاره باید د حکومت او روغتیا خصوصي سکټور په ګډون د ټولنې د بېلابېلو ډلو له استازو کمیسیون جوړ شي. 

له یادو کسانو یو وایي چې حکومت باید له کرونا سره د مبارزې لپاره ۲۵۰ میلیونه امریکايی ډالر ځانګړي کړي او له اړو کسانو سره باید مرستې وشي.

د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره کابل کې د خصوصي روغتون مشر ډاکټر محمد هاشم وهاج، ډاکټر عارف سروري او د تره کي بنسټ، طرحې وړاندې کړي دي.

د تره کي بنسټ طرحه

د دغه بنسټ مشر یارمحمد تره کی وایي چې د کرونا ویروس (کوید-۱۹) وبا مخنیوی او له دې ناروغۍ له زیانمن شوو سره اړینې مرستې باید د ټولو دولتونو په کاري لومړیتوبونو کې وي.

هغه وایي چې ده افغانستان کې له دغې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره طرحه جوړه کړې او تمه لري چې حکومت ورته پام وکړي.

د ده د طرحې له مخې، د افغانستان حکومت باید له خپلو ستراتیژیکو سرچینو څخه ۲۵۰ میلیونه امریکایي ډالر د کرونا ویروس د اثراتو کمولو ته ځانګړي کړي.

د تره کي په وینا، د دولتي کارکوونکو میاشتنی تنخوا باید د هرې میاشتې له لومړۍ نېټې مخکې ورکړل شي او د ټولو متقاعدینو او شهیدانو کورنیو ته دې هم د یوې یا دوو میاشتو تنخواوې مخکې ورکړل شي، تر څو د انساني فاجعې مخه ونیول شي.

د دغې طرحې له مخې، ټولو هغو کسانو ته چې د ټاکنو کارت او یا برېښنایي تذکره لري، باید له پنځو زرو تر لس زرو افغانیو ورکړل شي، خو په دې برخه کې باید دولتی مامورینو ته لومړیتوب ورکړل شي او لوړپوړي چارواکي باید تری مستثنا وي.

دا په داسې حال کې ده چې د کرونا ناروغي ټول انسانان ګواښي، اړینه ده چې له استثنا پرته د ټولو د ژغورنې هڅه وشي او له هغو کسانو سره باید ډېرې اقتصادي مرستې وشي چې کار نه لري او د یوې مړۍ ډوډۍ په ارمان دي.                                  

د عامه روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وایي چې د تره کي د طرحې په اړه دې له ولسمشرۍ ماڼۍ سره خبرې وشي، خو د ولسمشرۍ ویاندویانو تر اوسه په دې اړه د پژواک پوښتنه نه ده ځواب کړې.

افغانستان کې د کرونا ویروس لومړۍ مثبته پېښه له نن نه ۴۵ ورځې مخکې هرات کې ثبت شوه، خو اوس د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۹۳۳ تنه په دغې ناروغې اخته شوي، له دې ډلې ۳۰ تنه مړه او ۱۱۲ نور بېرته روغ شوي دي.

د وهاج طرحه

د ډاکټر محمد هاشم وهاج په طرحه کې چې پژواک تر لاسه کړې، راغلي چې له کرونا ویروس سره مبارزه نه یواځې د حکومتونو، بلکې د ټولنې د هر وګړي دنده ده.

هغه لیکلي چې له کرونا سره د مبارزې اوسنی بهیر چې د عامې روغتیا وزارت په انحصار کي دی، بریالی نه دی او ټول باید له دغې ویروس سره د مبارزې په عالي کمېسیون کې راټول شي او له پلان سره سم کار وکړي.

وهاج وايي:”کمېسیون دې د علماوو، سرې میاشتې، د روغتیا خصوصي سکټور، د سوداګرۍ خونې او ملي سوداګرو، د ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو، د مدني ټولنو او رسنیو له استازو؛ د هر ولایت والیانو او ښاروالانو، د امنیتي او دفاعي ځواکونو له استازیو، چې د دې ټولو په سر کې به د عامې روغتیا وزارت وي، جوړ شي.”

د یادې طرحې له مخې، دغه کمېسیون باید د پلان جوړونې، عامه پوهاوي، د کورنیو او بهرنیو سرچینو په را پیدا کولو، د بودیجې څارنې او له اړو کسانو سره په وخت د مرستو کولو په برخو کې کار وکړي.

په طرحه کې راغلي چې له دې سره به د ټولنې ټول وګړي په کمېسیون کې خپل ځانونه وګوري، په منظم ډول به کار وکړي، مالي سرچینې به خلک په خپله پیاوړې کړي او د روغتیا خصوصي سکټور به، چې شاوخوا ۱۵۰ زره کارکوونکي لري، د روغتونونو بسترونه د کمېسیون په واک کې ورکړي.

دغه راز د وهاج په دغه طرحه کې راغلي چې پر کرونا ناروغۍ اخته او هغو کسان باید په منظم ډول ثبت شي چې د دغې ناروغۍ شک پرې کیږي.  

د دغې طرحې له مخې، د عامې روغتیا وزارت او د روغتیا د څانګې خصوصي سکټور دې په دې برخه کې ځانګړې ډلې وګوماري، تر څو د مشکوکو کسانو معاینه او تشخیص وشي.

د ډاکټر وهاج د طرحې له مخې، د روغتیا خصوصي سکټور د مشکوکو او غیر مشکوکو کسانو په پېژندنه کې ونډه لرلی شي، د کرونا ټيسټ لپاره د «پي سي آر» تيسټ چې لومړنی ټیسټ دی اخیستلی شي او له یوه او بل روغتون څخه د ناروغانو په لېږد او را لیږد کې هم مرسته کولی شي.

 د دغې طرحې له مخې، د روغتیا سکټور ټول هغه کارکوونکي چې په روغتونونو کې دندې لري، باید معاینه شي، په کرونا اخته کسان قرنطین شي، دغه کارکوونکي باید محافظوي لباسونه او د عفونت ضد توکي حتمي وکاروي او د روغتیايي قوانینو او څېړنې مرکز دې په دې برخه کې جدي څار ولري.

د ډاکټرعارف سروري طرحه

ډاکټرعارف سروري پر خپله فسبوکپاڼه لیکلي:” د کرونا ویروس د تشخیص لپاره دې افغان ـ جاپان روغتون په دوو مرکزونو بدل شي؛ یو یې همدا، خو بل مرکز یې باید په یو بل لوی دولتي روغتون کې هم وي ، تر څو په کم وخت کې ډېر ټیسټونه وشي؛ هغه ناروغان چې د کرونا ویروس څو نښې لري او د مثبتو پېښو اشخاص دې، باید د دارالامان په ماڼۍ کې تر څارنې لاندې ونیول شي.”

هغه وایي، له خصوصي روغتونونو چې د «ای سي يو» څانګه او متخصص ډاکتران لري؛ لکه امیري، ګلوبل، الحیات، ثنا او بلاسم روغتونونه څخه باید مرسته وغوښتل شي، تر څو ډاکټران او د تنفس لپاره میخانیکي ماشینونه د حکومت په واک کې ورکړي.

د سروري په وینا، پورتني کارونه به ناروغان له ستونزو وژغوري او وبه پوهیږي چې لومړی کومو روغتونو ته مراجعه وکړي، د عامې روغتیا وزارت روغتیايي کارکوونکي به د روغتيا خصوصي سکټور له متخصیصنو زده کړه وکړي او دا چاره به له کرونا سره په مبارزه کې مثبت پایلې ولري.

 د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار، پژواک خبري اژانس ته وویل چې د وهاج او سروري طرحې د دغه وزارت په پلانونو کې دي او ورو ـ ورو پلي کیږي.

 دی وايي:”تاسو نن ولیدل چې موږ یوه نوې څانګه، خفیفو او متوسطو ناروغانو ته د دارالامان په ماڼۍ کې پرانیستله؛ خصوصي ډاکټران هم زموږ په پلان کې دي.”