ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ټرانسپورټي خدمتو مالیات له دې وروسته په برښنایي بڼه راټولیږي

د ټرانسپورټي خدمتو مالیات له دې وروسته په برښنایي بڼه راټولیږي

author avatar
19 Apr 2020 - 18:48
د ټرانسپورټي خدمتو مالیات له دې وروسته په برښنایي بڼه راټولیږي
author avatar
19 Apr 2020 - 18:48

کابل کابل (پژواک، ۳۱ وری ۹۹) : د مالیې او ټرانسپورټ وزارتونو ترمنځ د یوه تړون له مخې، له دې وروسته به د ټرانسپورټي خدمتونو محصولات په برښنایي بڼه د اسیکوډا سیستم لارې راټولېږي .

د مالیې وزارت لخواد وري په ۳۱مه، پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست عبدالهادي ارغندیوال، د افغانستان د اوسپنې پټلۍ رییس او ټرانسپورټ وزارت سرپرست محمد یما شمس، تر منځ په برښنایي ډول د بار وړونکو ټرانسپورټي خدمتونو د محصول راټولولو هوکړه لیک نن د وري میاشتې په ۳۱ مه نېټه په مالیې وزارت کې لاسلیک شو.

سرچینې زیاته کړې، یاد هوکړه لیک د لارو د ټرانسپورټ تنظیم قانون د دوه ویشتمې مادې او د افغانستان اسلامي جمهوریت کابینې د ۱۳۹۸/۱۲/۱۴ نېټې ۱۳ مې ګڼې تقنیني فرمان پر بنسټ، چې موخه یې له اداري فساد سره د مبارزې ملي ستراتېژۍ، د ټرانسپورټ وزارت له فساد سره د مبارزې د ملي ستراتېژۍ او د روڼتیا رامنځته کولو، اصلاحاتو عملي کولو، عوایدو زیاتېدو او د ټرانسپورټي خدمتونو د محصولاتو په راټولولو کې د حساب ورکړې او روڼتیا په برخو کې له نړیوالېسب ټولنې سره د دولت د دوه اړخیزه ژمنو پلي کول دي لاسلیک شو.

په خبرپاڼه کې راغلي، د دې هوکړه لیک له مخې د ټرانسپورټ وزارت او د افغانستان په بندرونو کې د یاد وزارت کارکوونکي نه شي کولی د ټرانسپورټي خدمتونو له درکه فزیکي پیسې ترلاسه کړي او همدا شان د یاد هوکړه لیک پر بنسټ د معافیت توکو په شمول ټول وارداتي، صادراتي او ټرانزیټي توکې د محصول وړ دي.

د مالیې وزارت وایي، د هوکړه لیک له مخې د مالیې وزارت مکلف دی، چې د اسیکوډا سیستم له لارې د ټرانسپورټي خدمتونو محصول راټول او د خزاینو لوی ریاست له لارې یې د ټرانسپورټ وزارت حساب ته ولیږدوي.

سرچینه وایي، د هر ډول ټرانسپورټي خدمتونو محصولات، چې د افغانستان له لارې تېرېږي د اسیکوډا سیستم متفرقه تعرفې له لارې راټول او مالیه وزارت به د ټرانسپورټ وزارت کارکوونکو ته د اسیکوډا سیستم په برخه کې روزنه ورکوي.

د یادونې وړده، چې د دې هوکړه لیک له پلې کېدو سره سم به د ټرانسپورټي خدمتونو د محصولاتو په را ټولو کې اسانتیا رامنځته او په دې برخه کې به د اداري فساد مخه ونیول شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.