ژبه

صدیقي : د ولسمشر او لومړې میرمنې د کرونا ټسټونه منفي وو

کابل (پژواک، ۲ غویی ۹۹) : د ولسمشرۍ ویاند صدیق صدیقي وایي چې د ولسمشر اشرف غنی او لومړۍ میرمنې د کرونا ټسټونه منفي وو.

هغه د غویي په ۲مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې ددوی په غوښتنه دا ټسټونه شوي وو، خو له نیکمرغه منفي راوتلي دي .

صدیقي وایي چې د ولسمشر روغتیایي حالت ښه دی او په سمه توګه د ټولوحکومتي چارو مدیریت پرمخ وړي.

د نوموړي په وینا، په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ټول وقایوي اقدامات په لاره اچول شوي، څو کارونه په خوندي فضا کې ترسره شي.

دا په داسې کې چې نوموړي پرون پژواک ته ویلي وو، چې د ولسمشرۍ ماڼې د یو شمیر کارکوودلنکو د کرونا ټسټونه شوي، خو لا یې پایلې له دوی سره نه دي شریکې شوي.

هغه زیاته کړې وه، چې دغه کسان د ولسمشرۍ ماڼې (ارګ) د بیلا بیلو څانګو په کارکوونکو کې د کرونا ویروس مشکوکې نښې لیدل شوې وې.

د صدیقي په وینا، د دغو کسانو نومونې مرکزي لابراتوار ته استول شوي دي، خو د عامې روغتیا وزارت تر اوسه له دوی سره یې نتیجې نه دي شریکې کړي دي.

خو په ارګ کې ځینې سرچینې وایي چې د چارو ادارې په ګډون د ولسمشرۍ ماڼې د شاوخوا ۲۰ کسانو ټسټونه شوي دي، خو تر اوسه یې پایلې نه دي په ډاګه شوي.

د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ په تیزۍ سره پرمخ روان دی، د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه په ټول هیواد کې ۱۰۹۲ تنه پر دې ناروغۍ اخته، ۳۶ تنه مړه او ۱۳۶ کسان بیرته روغ شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت سلاکار وحیدالله مایار نن وویل چې په ټول هیواد کې ۱۱۰ تنه ډاکټران او روغتیایي کارکوونکي هم پر کرونا اخته شوي دي.